بلخ : د افغانستان او ازبکستان سوداګري په اته میاشتو کې له دوه میلیارده ډالرو واوښته
(بریانیوز دوشنبه (۳۰/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کې له دوه میلیارده ډالرو اوښتې ده
په بلخ کې د ازبکستان د صادروونکو ټولنې مسوولانو په یوه ناسته کې ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په وروستیو کلونو کې د پام وړ زیاته شوې ده.
د معلوماتو له مخې، د افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ ارزښت په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۸۰۰ میلیونه ډالر و، چې په ۲۰۲۵ کال کې نږدې یو میلیارد او ۸۵۰ میلیونو ډالرو ته لوړ شوی دی
دواړو هېوادونو په وروستیو کلونو کې د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره هڅې زیاتې کړې دي او د ترانزیټ، انرژۍ او سوداګریزو اسانتیاوو په برخو کې هم د همکاریو د پراخېدو هڅې روانې دي.
بلخوا، د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا کولی شي د هېواد د اړتیا وړ توکو په برابرولو، د بیو په کنټرول او د احتکار په مخنیوي کې مرسته وکړي
دوی ټینګار کوي چې د سوداګریزو اړیکو پراختیا به د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور لپاره د پانګونې او بازار موندنې نوي فرصتونه هم رامنځته کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1830
-
اخبار افغانستان
962
-
مقاله
769
-
سیاست
353
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl