اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

انقره : ترکیه په ټولو ولایتونو کې د ۸۳۵۰۰ پناه‌ځایونو جوړولو ملي پروژه پلي کوي

انقره : ترکیه په ټولو ولایتونو کې د ۸۳۵۰۰ پناه‌ځایونو جوړولو ملي پروژه پلي کوي

انقره : ترکیه په ټولو ولایتونو کې د ۸۳۵۰۰ پناه‌ځایونو جوړولو ملي پروژه پلي کوي

(بریانیوز دوشنبه (۳۰/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش

 ترکیه په داسې مهال چې له اسرائیلو سره یې اړیکې له زیاتېدونکي کړکېچ سره مخ دي، په ټول هېواد کې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د پناه‌ځایونو د جوړولو او بیارغولو پراخ پلان عملي کوي

د دې پروژې له مخې، ټاکل شوې د ترکیې په ټولو ۸۱ ولایتونو کې شاوخوا ۸۳۵۰۰ پناه‌ځایونه جوړ او یا ورغول شي. د پروژې د څارنې چارې د ترکیې د کور جوړونې اړوند بنسټ پر غاړه لري او تمه ده د زیربناوو د جوړولو لومړنی پړاو یې د ۲۰۲۶ کال تر پایه بشپړ شي

په پلان کې د ښوونځیو، روغتونونو، پارکونو او د ځمکني اورګاډي د تمځایونو لاندې د پناه‌ځایونو جوړول شامل دي. دغه ځایونه به د هوا جلا رسولو او تصفیې سیستمونه ولري او د کیمیاوي او نورو خطرناکو موادو پر وړاندې به په ځانګړو چاڼګرونو سمبال وي

د پلان له مخې، پناه‌ځایونه به د اوږدې مودې لپاره د خپلواک فعالیت وړتیا ولري. هر کس ته به شاوخوا یو متر مربع ځای ځانګړی کېږي او د اوبو، خوړو او روغتیايي پاکوالي لپاره به هم اسانتیاوې برابرېږي

د ترکیې چارواکي دا پروژه د جګړو، طبیعي پېښو او احتمالي کیمیاوي، بیولوژیکي او اټومي ګواښونو پر وړاندې د ملکي وګړو د خوندیتوب د پیاوړتیا لپاره مهمه بولي

په ورته وخت کې، سوریه د انقرې او تل‌ابیب ترمنځ د احتمالي ترینګلتیا له هغو سیمو څخه ګڼل کېږي چې د دواړو هېوادونو د پوځي فعالیتونو له امله یې وضعیت د پام وړ بلل کېږي. ترکیه په سوریه کې پوځي حضور لري، په داسې حال کې چې اسرائیل د دغه هېواد په سوېلي او سرحدي سیمو کې پوځي عملیات ترسره کوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto