لندن : بریتانیا ۹۷ میلیونه نوي اسناد موندلي؛ د افغانستان د ځانګړو ځواکونو د ادعاوو څېړنه له ځنډ سره مخ ده
لندن : بریتانیا ۹۷ میلیونه نوي اسناد موندلي؛ د افغانستان د ځانګړو ځواکونو د ادعاوو څېړنه له ځنډ سره مخ ده
(بریانیوز پنجشنبه (۲/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د بریتانیا دفاع وزارت وايي، شاوخوا ۹۷ میلیونه نوي اسناد موندل شوي چې ښايي یوه برخه یې په افغانستان کې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو پر وړاندې د مطرح شویو ادعاوو له روانې عامه څېړنې سره تړاو ولري
د دفاع وزارت د وکیلانو په یوه خپره شوې لیک کې ویل شوي، دغه اسناد د ډېرو معلوماتو په یوه لویه ټولګه کې موجود وو چې تر دې وړاندې یې ډېره برخه د روانې څېړنې له ساحې بهر ګڼل کېده
د دغې څېړنې مشر چارلز هډن-کیو د اسنادو په پېژندلو او وړاندې کولو کې د ځنډ په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د دغو اسنادو ناوخته موندل کېدل، که ژر مدیریت نه شي، د څېړنې بهیر لا نور هم ځنډولی شي
دغه څېړنه په ۲۰۲۳ کال کې وروسته له هغې پیل شوه چې د بيبيسي په یوه مستند فلم کې ادعا وشوه چې د بریتانیا ځانګړو هوايي ځواکونو، چې د «اېس اې اېس» په نوم پېژندل کېږي، څه باندې یوه لسیزه مخکې په افغانستان کې د جګړې پر مهال ۵۴ کسان په مشکوکو شرایطو کې وژلي دي
د څېړنې مشر ویلي، د جمعې په ورځنۍ غونډه کې به له دفاع وزارت څخه وغواړي چې ډاډ ورکړي، هر هغه سند چې له څېړنې سره تړاو لري، په چټکۍ وپېژندل شي او څېړنیز پلاوي ته وسپارل شي
نوموړي ټینګار کړی چې باید د اسنادو د ناوخته موندلو ورته وضعیت بیا تکرار نه شي
ټاکل شوې وه چې دغه څېړنه د پیل له ۱۸ میاشتو دننه لږ تر لږه یو لنډمهاله راپور خپور کړي، خو د پیل نږدې څلور کاله تېرېدو سره سره تر اوسه یې کومه موندنه نه ده خپره کړې
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?