news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ولسمشر امانوېل مکرون: تر کومه به نړۍ د غزې دا د شرم وړ ننداره زغمي؟

ولسمشر امانوېل مکرون: تر کومه به نړۍ د غزې دا د شرم وړ ننداره زغمي؟

ولسمشر امانوېل مکرون: تر کومه به نړۍ د غزې دا د شرم وړ ننداره زغمي؟

(بریانیوز پنجشنبه (۲/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

 د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۸۱مې غونډې په ترڅ کې د غزې د روان وضعیت په اړه توندې څرګندونې کړې او د نړیوالې ټولنې د ډیپلوماټیکو هڅو پر څرنګوالي یې نیوکه کړې ده

مکرون د خپلې وینا پر مهال پوښتنه کړې: «ایا موږ باید همداسې ولاړ وو او دا ننداره مو کتلای، هغه ننداره چې موږ ټول شرموي؟» نوموړي ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د غزې د خلکو د روان کړاو پر وړاندې یوازې نندارچي پاتې نه شي

هغه ویلي، د غزې وضعیت یوازې یوه سیمه‌ییزه ستونزه نه ده، بلکې د نړیوالې ټولنې لپاره د انساني او سیاسي مسؤلیت یوه جدي ازموینه ده. د نوموړي په وینا، د سولې لپاره خبرې هغه مهال مانا پیدا کوي چې ورسره عملي اقدامات هم مل وي

مکرون همداراز د فلسطین د دولت د جوړېدو او نړیوالې پېژندنې پر موضوع ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د دوو دولتونو د حل لارې د عملي کېدو لپاره باید جدي سیاسي هڅې دوام ومومي

نوموړي په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د سیمې د خرابېدونکي وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د روان کړکېچ دوام د سولې د رامنځته کېدو بهیر لا ستونزمنوي

د فرانسې ولسمشر دغه څرګندونې په داسې مهال کړې چې د غزې جګړه او بشري وضعیت لا هم د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه دي او بېلابېل هېوادونه د جګړې د پای ته رسېدو او د سیاسي حل لارې غوښتنه کوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto