د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ تایید کړې، چې د دغه هېواد پوځ د افغانستان په لسو سیمو کې هوايي او د بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
بریانیوز- پنجشنبه، ٢ میزان ١٤٠٥
تارړ د پنجشنبې ورځې سهار وختي، د میزان په دوهمه، په خپله اېکسپاڼه کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې یاد بریدونه پر هغو لسو ځایونو شوي، چې د نوموړي په وینا، له همدغو سیمو څخه پر پاکستان بېپیلوټه الوتکې توغول شوې وې. هغه د دغو سیمو دقیق موقعیتونه نه دي په ډاګه کړي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر ادعا کړې، چې دغه بریدونه له افغانستان څخه د پاکستان پر لوري د اتو بېپیلوټه الوتکو د توغولو په غبرګون کې او د پاکستان د «ځاندفاع حق» په چوکاټ کې ترسره شوي دي. د هغه په وینا، یادې بېپیلوټه الوتکې تر خپلو موخو د رسېدو مخکې د پاکستان د هوايي دفاعي سیستمونو له خوا کشف او له منځه وړل شوې دي.
خو طالبانو د پاکستان دا ادعا رد کړې، چې ګواکې د چهارشنبې په ورځ، د میزان په لومړۍ نېټه، له افغانستان څخه اته بېپیلوټه الوتکې د پاکستان هوايي حریم ته داخلې شوې او د دغه هېواد د هوايي دفاعي سیستمونو له خوا ویشتل شوې دي.
عطاالله تارړ ویلي، چې د پاکستان هوايي بریدونه «حساب شوي، دقیق، اندازه شوي او متناسب» وو او یوازې هغو مشخصو پوځي موخو ته محدود وو چې د پاکستان پر ضد له هڅه شویو بریدونو سره یې مستقیم تړاو درلود.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې پاکستان به د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرو ډلو او یا د طالبانو د حکومت له خوا هېڅ ډول برید ونه مني او نه به یې وزغمي. د هغه په وینا، د پاکستان پر حاکمیت هر ډول سرغړونه به له «سمدستي او پرېکنده ځواب» سره مخ شي.
تارړ له طالبانو هم غوښتي، چې د پاکستان پر ضد ټول «خصمانه» فعالیتونه سمدستي ودروي او د هغو ډلو پر ضد چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي، «اغېزناک، د تصدیق وړ او دوامداره اقدامات» ترسره کړي.
طالبانو تر اوسه د عطاالله تارړ د تازه څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې په کندهار کې د پاکستان د یوه هوايي برید پخلی کړی و. د طالبانو په وینا، دغه برید د کندهار ښار د نهمې ناحیې اړوند پر یوې بیاباني سیمې شوی او د سر زیان یې نه دی اړولی.
بلخوا، سیمهییزو سرچینو د پکتیا ولایت د مرکز اړوند پر یوې نظامي اډې د پاکستان د هوايي بریدونو راپور ورکړی دی. سرچینو همداراز ویلي، چې د خوست ښار په صحرا باغ او کمپ سیمو کې هم د پاکستان هوايي بریدونه شوي، خو طالبانو تر اوسه د دغو بریدونو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.
دا بریدونه په داسې حال کې ترسره شوي، چې درې ورځې وړاندې، د دوشنبې په سهار وختي، د سنبله په ۳۰مه، پاکستان پر کونړ او پکتیکا ولایتونو هم هوايي بریدونه کړي وو. د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې د یوې ښځې په ګډون درې کسان وژل شوي او د دوو ښځو په ګډون څلور نور ټپیان شوي وو.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?