د ملګرو ملتونو : د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ښځو، سولې او امنیت کلنۍ غونډه جوړوي
(بریانیوزجمعه(۱۰/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ټاکلې چې د روانې اکټوبر میاشتې په وروستیو کې د ښځو، سولې او امنیت په اړه خپله کلنۍ غونډه ترسره کړي. د شورا د کاري مهالوېش له مخې، دغه غونډه د اکټوبر په ۲۷مه ترسره کېږي
تمه ده چې په دې غونډه کې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د ښځو د حقونو، په سولهییزو بهیرونو کې د هغوی د ګډون او د جګړو پر مهال د ښځو او نجونو د خوندیتوب په اړه بحثونه وشي
د ښځو، سولې او امنیت اجنډا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵مې پرېکړهلیک پر بنسټ ولاړه ده چې د ښځو د اغېزمن ګډون او د جګړو او شخړو په مخنیوي، حل او د سولې په جوړولو کې د هغوی د رول پر زیاتولو ټینګار کوي
د غونډې له مهمو موضوعاتو څخه به دا هم وي چې د ښځو د ګډون او خوندیتوب په اړه شوې نړیوالې ژمنې تر کومه حده عملي شوې او د پاتې ستونزو د حل لپاره کوم ګامونه اخیستل کېدای شي
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې د سولې په بهیرونو کې د ښځو ونډه لا هم محدوده وه؛ ښځې یوازې د نږدې ۹.۶ سلنه مذاکره کوونکو او ۱۳.۷ سلنه منځګړو په توګه شاملې وې
د امنیت شورا کلنۍ غونډه به په داسې وخت کې ترسره شي چې په بېلابېلو هېوادونو کې جګړې او شخړې لا هم د ښځو او نجونو پر ژوند، خوندیتوب او ټولنیز ګډون ژور اغېز لري او د هغوی د ونډې زیاتول د سولې د هڅو له مهمو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1871
-
اخبار افغانستان
989
-
مقاله
795
-
سیاست
374
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl