news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

اسلام‌اباد : د ۸۷ افغان محصلینو د ویزو قضیه د پاکستان کورنیو چارو وزارت ته وسپارل شوه

اسلام‌اباد :  د ۸۷ افغان محصلینو د ویزو قضیه د پاکستان کورنیو چارو وزارت ته وسپارل شوه

اسلام‌اباد :  د ۸۷ افغان محصلینو د ویزو قضیه د پاکستان کورنیو چارو وزارت ته وسپارل شوه

(بریانیوزشنبه(۱۱/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د اسلام‌اباد لوړې محکمې د ۸۷ افغان محصلینو د تحصیلي ویزو د تمدید قضیه پای ته رسولې او د پرېکړې لپاره یې د پاکستان کورنیو چارو وزارت ته سپارلې ده

محکمې کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې چې د دغو محصلینو په پاکستان کې د پاتې کېدو او د ویزو د وضعیت په اړه دې د ۳۰ ورځو په موده کې وروستۍ پرېکړه وکړي. محصلینو له محکمې غوښتي وو چې د تحصیلي ویزو د تمدید تر پرېکړې پورې دې له نیول کېدو او ایستل کېدو څخه خوندي پاتې شي

دغه ۸۷ افغان محصلین د پاکستان په بېلابېلو پېژندل شوو تعلیمي بنسټونو کې د لیسانس او لوړو زده‌کړو په برخو کې بوخت دي. د دوی د ویزو د تمدید غوښتنلیکونه تر اوږدې مودې د پرېکړې په تمه پاتې شوي، چې له امله یې د زده‌کړو، بانکي خدمتونو او استوګنې په برخو کې له ستونزو سره مخ شوي دي

د محصلینو وکیلان وايي، د ویزو د ځنډ له امله دغه محصلین د پاکستان څخه د ایستل کېدو له ګواښ سره مخ وو او د دوی د زده‌کړو بهیر هم له خنډ سره مخ شوی و

محکمې د قضیې له ارزونې وروسته پرېکړه کړې چې د محصلینو غوښتنه دې د رسمي عریضې په توګه کورنیو چارو وزارت ته ولېږل شي، څو دغه وزارت یې په ۳۰ ورځو کې وڅېړي او د دوی د پاتې کېدو په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي

د محصلینو ټولنې په دې قضیه کې د افغان محصلینو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې چې د زده‌کړو د دوام لپاره ورته روښانه او قانوني زمینه برابره شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto