بلجیم: بېاسناده افغان مجرمان دې د بند له مودې وروسته افغانستان ته ستانه شي
(بریانیوزشنبه(۱۱/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د بلجیم د کډوالۍ او پناه غوښتنې وزیرې ویلي، هغه افغان وګړي چې په دغه هېواد کې په جرمونو محکوم شوي او د قانوني استوګنې اجازه نه لري، باید د خپلې بند سزا له بشپړولو وروسته افغانستان ته ستانه کړل شي
انلین فان بوسویت ویلي، د بلجیم په زندانونو کې داسې افغان وګړي هم شته چې د استوګنې قانوني حق نه لري او د درنو جرمونو له امله محکوم شوي دي. د نوموړې په وینا، د دغو کسانو د بېرته ستنولو لپاره له افغان چارواکو سره تخنیکي او اداري خبرې اړینې دي
هغې ټینګار کړی چې له افغان چارواکو سره د بېرته ستنولو په اړه خبرې د افغانستان د اوسني حکومت د رسمیت پېژندلو یا ملاتړ په معنا نه دي، بلکې د بلجیم د چارواکو په وینا، موخه یې د هغو کسانو بېرته ستنول دي چې په دغه هېواد کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري
د بلجیم د چارواکو په وینا، د افغان اتباعو د بېرته ستنولو په برخه کې د پېژندنې او سفري اسنادو د برابرولو موضوع هم له مهمو مسایلو څخه ده. تر اوسه بلجیم افغانستان ته د جبري ستنولو منظم بهیر نه لري، خو د افغان اتباعو د بېرته ستنولو لپاره یې له اروپايي هېوادونو سره د همغږۍ هڅې روانې کړې دي
د دې طرحې په اړه په بلجیم کې د بشري حقونو او کډوالۍ د برخې ځینو بنسټونو اندېښنې هم څرګندې کړې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1876
-
اخبار افغانستان
994
-
مقاله
799
-
سیاست
376
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl