news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د فلسطین د پوهنې وزارت : له ۲۰۲۳ کال راهیسې په فلسطین کې له ۸۰۰ ډېر ښوونکي وژل شوي

د فلسطین د پوهنې وزارت : له ۲۰۲۳ کال راهیسې په فلسطین کې له ۸۰۰ ډېر ښوونکي وژل شوي

د فلسطین د پوهنې وزارت : له ۲۰۲۳ کال راهیسې په فلسطین کې له ۸۰۰ ډېر ښوونکي وژل شوي

(بریانیوز دوشنبه(۱۳/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د فلسطین د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارت وايي، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې د اسرائیلي بریدونو له امله له ۸۰۰ ډېر فلسطیني ښوونکي وژل شوي او له ۳۳۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي

دغه وزارت د ښوونکو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي، په همدې موده کې له ۱۷۰ ډېر ښوونکي د اسرائیلي ځواکونو له خوا نیول شوي او د سختو شرایطو لاندې ساتل شوي دي

په اعلامیه کې ویل شوي، د فلسطین ښوونکي د جګړې، ویجاړۍ او بې‌ځایه کېدو له سختو شرایطو سره سره د زده‌کړو د بهیر د دوام هڅې کوي. د وزارت په وینا، په غزه کې ځینو ښوونکو په خېمو او د بې‌ځایه شویو کسانو په مرکزونو کې درسي ټولګي جوړ کړي، څو د زده‌کوونکو زده‌کړې په بشپړه توګه ونه درېږي

د فلسطین د پوهنې وزارت له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او ښوونیزو، بشري حقونو او بشري مرستو له ادارو غوښتي چې د ښوونیز سکتور پر وړاندې د روانو سرغړونو د مخنیوي لپاره بېړني اقدامات وکړي او د ښوونکو، ښوونیزو کارکوونکو او زده‌کوونکو د خوندیتوب لپاره لازم تدابیر ونیسي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto