news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

خیبر پښتونخوا : تحریک انصاف په لکي مروت کې د سهیل اپریدي په مشرۍ لانګ مارچ پیل کړ

خیبر پښتونخوا : تحریک انصاف په لکي مروت کې د سهیل اپریدي په مشرۍ لانګ مارچ پیل کړ

خیبر پښتونخوا : تحریک انصاف په لکي مروت کې د سهیل اپریدي په مشرۍ لانګ مارچ پیل کړ

(بریانیوز دوشنبه(۱۳/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مرکزي حکومت او دغه ګوند ترمنځ د خبرو له بې پایلې پای ته رسېدو وروسته، د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سهیل اپریدي په مشرۍ له لکي مروت څخه خپل «لانګ مارچ» پیل کړی دی

د لاریون په پیل کې سهیل اپريدي وویل، د ګوند مرکچي پلاوي اسلام‌اباد ته د سیاسي کړکېچ او تاوتریخوالي د کمولو په موخه سفر کړی و، خو خبرې د دواړو لورو ترمنځ د اختلافونو له امله پایلې ته ونه رسېدې

نوموړي ویلي، تحریک انصاف نه د خیبر پښتونخوا لپاره د «ګورنر راج» منلو ته چمتو دی او نه هم د بېړني حالت ملاتړ کوي. هغه ټینګار کړی چې د صوبې اړوند سیاسي او امنیتي ستونزې باید د خبرو او سیاسي تعامل له لارې حل شي

د اعلان شوي مهال‌وېش له مخې، د ټانک، ډېره اسماعیل خان، جنوبي وزیرستان، شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت خلک د لکي مروت له مرکزي کاروان سره یوځای شوي او کاروان د کرک پر لور حرکت کړی دی. ټاکل شوې چې د اکتوبر په ۵مه د کرک سیمه‌ییز ګډونوال هم له لاریون سره یوځای شي او کاروان وروسته د کوهاټ پر لور وخوځېږي

د تحریک انصاف د پلان له مخې، کاروان به وروسته د کوهاټ، هنګو، کورم او اورکزیو له سیمو د ګډونوالو له یوځای کېدو وروسته د پېښور پر لور حرکت وکړي او د اکتوبر په اتمه به په خیراباد کې د کاروان د راتلونکي پړاو په اړه پرېکړه اعلان شي

د پاکستان مرکزي حکومت ویلي چې د تحریک انصاف له لوري د لاریون د پیل له امله د حکومت او مخالف ګوند ترمنځ خبرې له ناکامۍ سره مخ شوې دي؛ خو تحریک انصاف د خبرو د ناکامۍ پړه پر مرکزي حکومت اچوي. دواړه لوري د خبرو د ناکامېدو د لاملونو په اړه بېلابېل دریځونه لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto