ذبیحالله مجاهد: اسلامي امارت د جرمونو نړیواله محکمه په رسمیت نه پېژني
(بریانیوز سه شنبه (۱۳/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، اسلامي امارت د جرمونو نړیواله محکمه په رسمیت نه پېژني او د دې محکمې پرېکړو او دریځونو ته ارزښت نه ورکوي
د نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د جرمونو نړیوالې محکمې د افغانستان د وضعیت په تړاو د څلورو طالب چارواکو د نیولو حکمونه علني کړل. په دې ډله کې د اسلامي امارت رهبر او د سترې محکمې قاضيالقضات سربېره، د پوهنې او لوړو زدهکړو وزیران هم شامل دي
مجاهد ویلي چې اسلامي امارت د اسلامي شریعت له حکمونو پرته د هېڅ بل بنسټ یا محکمې حکمونه د اعتبار وړ نه ګڼي
هغه زیاته کړې: «افغانستان پر دغسې بنسټونو غږ کوي چې د خپل حیثیت ساتلو لپاره دې له خپل واک پورته ادعاوې نه کوي.»
د جرمونو نړیوالې محکمې د ۲۰۲۵ کال په جولای او سپټمبر کې د دغو څلورو کسانو د نیولو حکمونه صادر کړي وو، خو د دوو نورو حکمونه تر دې وروستیو پورې محرم پاتې شوي وو. محکمې د دغو حکمونو په تړاو د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ د ځورونې ادعاوې مطرح کړې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1877
-
اخبار افغانستان
998
-
مقاله
803
-
سیاست
379
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl