انتونیو ګوترش : د ملګرو ملتونو سرمنشي درې ورځني سفر لپاره اسلاماباد ته ورسېد
(بریانیوز سه شنبه (۱۳/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د درې ورځني رسمي سفر لپاره د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته رسېدلی دی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د ګوترش دا سفر د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق دار په بلنه ترسره کېږي او د اکتوبر له ۶مې تر ۸مې به دوام وکړي
د وزارت د معلوماتو له مخې، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست نبیل منیر د ملګرو ملتونو د سرمنشي د رسېدو پر مهال د نوموړي هرکلی کړی دی
ټاکل شوې ګوترش د سفر پر مهال د پاکستان له ولسمشر، لومړي وزیر، بهرنیو چارو وزیر او د پوځ له مشرانو سره وګوري. نوموړی به د ملګرو ملتونو د پوځي څارونکو ډلې له مرکزي دفتر او د طبیعي پېښو د مدیریت له ملي ادارې څخه هم لیدنه وکړي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سفر پر مهال به د سیمهییزو او نړیوالو پرمختګونو، نړیوالې سولې او امنیت، څو اړخیزې همکارۍ او د طبیعي پېښو پر وړاندې د پاکستان د چمتووالي په اړه خبرې وشي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1878
-
اخبار افغانستان
999
-
مقاله
803
-
سیاست
379
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl