ملګري ملتونه : په یمن کې له ۲.۲ میلیونو ډېر ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي
(بریانیوز چهار شنبه (۱۵/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
ملګري ملتونه وايي، په یمن کې له پنځو کلونو کم عمره له ۲.۲ میلیونو ډېر ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي چې له ډلې یې شاوخوا ۵۱۶ زره ماشومان له شدیدې حادې خوارځواکۍ سره مخ دي
د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د بشري اړتیاوو او غبرګون د پلان له مخې، په یمن کې اوږدې جګړې، اقتصادي کمزورتیا، بېځایه کېدو، د خوړو د رسولو د سیستمونو ګډوډۍ او د بېوزلۍ زیاتوالي د ماشومانو د خوارځواکۍ او لوږې وضعیت لا پسې خراب کړی دی
راپور ښيي چې په ۲۰۲۶ کال کې له ۲۲ میلیونو ډېر یمنی وګړي بشري مرستو او خوندیتوب ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې ۱۸.۳ میلیونه کسان له شدیدې خوړو کمښت سره مخ دي
ملګري ملتونه وايي، د یمن د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره د روان کال په پلان کې ۲.۱۶ میلیارده امریکايي ډالر غوښتل شوي، خو د مرستو د کمښت له امله د میلیونونو اړمنو خلکو لپاره د ژوند ژغورونکو خدمتونو د دوام په برخه کې جدي ستونزې شته
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په یمن کې د روغتیايي مرکزونو یوازې شاوخوا ۵۹ سلنه په بشپړ ډول فعال دي او د خوړو کمښت، ناروغۍ او د روغتیايي خدمتونو محدود لاسرسی د ماشومانو او میندو وضعیت لا زیانمنوي
ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د یمن د بشري ناورین د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره دوامدارې او کافي نړیوالې مرستې اړینې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1883
-
اخبار افغانستان
1003
-
مقاله
804
-
سیاست
379
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl