قطر: د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو خبرې لا هم روانې دي
(بریانیوز چهار شنبه (۱۵/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
قطر وایي، د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو او پیغامونو د تبادلې بهیر لا هم روان دی او د دواړو لوریو ترمنځ د هوکړې لپاره منځګړیتوب دوام لري
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د رسنیو او اړیکو څانګې مشر ابراهیم بن سلطان الهاشمي ویلي، د واشنګټن او تهران ترمنځ خبرې روانې دي او قطر د خپلو سیمهییزو شریکانو په مرسته د دواړو لوریو ترمنځ د پیغامونو په لېږد کې منځګړیتوب کوي
نوموړي ویلي، د منځګړیتوب هڅې پر دې متمرکزې دي چې داسې پرمختګ رامنځته شي چې د راتلونکو خبرو لپاره بنسټ وګرځي او د دواړو لوریو مهمې اندېښنې پکې په پام کې ونیول شي
الهاشمي ټینګار کړی چې د جګړې پراخوالی او هغه درانه لګښتونه چې نړۍ یې له امله زغمي، ټولې خواوې اړ باسي چې د خبرو له لارې د شخړې د سمدستي پای ته رسولو لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي
قطر تر دې وړاندې هم ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د پیغامونو په لېږد او غیرمستقیمو خبرو کې منځګړیتوب کوي. د سپټمبر په وروستیو کې هم د قطر له لارې تهران ته د واشنګټن پیغامونه رسول شوي وو
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1885
-
اخبار افغانستان
1003
-
مقاله
804
-
سیاست
379
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl