الکساندر دیکرو : د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام مشر نړۍ دې افغانستان ته شا نه کړي
(بریانیوز چهار شنبه (۱۵/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر الکساندر دیکرو وايي، په افغانستان کې د کوکنارو د تولید ۹۵ سلنه کموالی د پام وړ لاسته راوړنه ده، خو نړیواله ټولنه باید له دغه هېواد سره اړیکې او ملاتړ پرې نه کړي
دیکرو له «فارن پالیسي» سره په خبرو کې ویلي، د کوکنارو د کښت د کمولو ترڅنګ له بزګرانو سره د بدیلو عایداتي سرچینو، کرنې او د مېوو د تولید په برخو کې کار شوی او زرګونه بزګران د تولید او صادراتو په یوه نوي ځنځیر کې شامل شوي دي
هغه د ۱۲ کلنۍ له عمر وروسته د نجونو پر زدهکړو محدودیت «په بشپړه توګه د منلو وړ نه» بللی او ویلي یې دي چې د ټولنې د نیمايي برخې له زدهکړو او وړتیاوو څخه نه استفاده کول، د پراختیا له نظره هم ناسمه تګلاره ده
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر زیاته کړې چې افغانستان له نږدې ۲۰ سلنه اقتصادي کمښت، د اقلیمي بدلونونو او طبیعي پېښو له اغېزو، له ګاونډیو هېوادونو سره له شخړو او په تېرو شاوخوا یو نیم کال کې له ایران او پاکستان څخه د نږدې پنځو میلیونو راستنېدونکو له راتګ سره مخ شوی دی
دیکرو خبرداری ورکړی چې که نړیواله ټولنه افغانستان ته شا کړي، ښايي له دې پرېکړې څخه په راتلونکو پنځو تر لسو کلونو کې جدي پایلې رامنځته شي. هغه ټینګار کړی چې له افغانستان سره ملاتړ باید د ښځو او نجونو د حقونو د پرمختګ او د مدني فضا د پراخېدو لپاره هم وکارول شي
نوموړي همداراز ویلي، له افغان چارواکو سره د پراختیايي چارو په اړه خبرې روانې دي، خو د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون یو شمېر مسایل لا هم د ملګرو ملتونو او افغان چارواکو ترمنځ د بحث مهم موضوعات دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?