برېټانوي محافظهکاران: د بریا په صورت کې به ۱۰ میلیارد پونډه هوايي دفاعي سیستم جوړ کړو
(بریانیوز چهار شنبه (۱۵/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د برېټانیا محافظهکار ګوند اعلان کړی چې که په راتلونکو عمومي ټاکنو کې بریالی شي، د هېواد د هوايي او توغندیزې دفاع د پیاوړتیا لپاره به د لس میلیارد پونډو په ارزښت نوی دفاعي سیستم جوړ کړي
دغه طرحه، چې «بریټانیا شیلډ» نومول شوې، د پرمختللو رادارونو، د دفاعي معلوماتو د همغږۍ او قوماندې سیستمونو، د توغندیو د شنډولو وسلو او د بېپیلوټه الوتکو ضد وړتیاوو یوه ګډه شبکه به وي. د ګوند په وینا، هدف یې د برېټانیا مهمې بنسټیزې شبکې، پوځي اډې او له هېواد بهر برېټانوي اډې د احتمالي توغندیزو او بېپیلوټه بریدونو پر وړاندې ساتل دي
د محافظهکارانو مشرې کیمي بېډناک ویلي، په اروپا او منځني ختیځ کې روانو جګړو ښودلې چې توغندي او بېپیلوټه الوتکې اوس د ښارونو، پوځي اډو او مهمو بنسټونو لپاره جدي ګواښ رامنځته کولی شي
د دې ګوند په لومړني بیان کې دغه طرحه د اسرائیلو د «اوسپنیز ګنبد» په څېر یاده شوې وه، خو بېډناک وروسته ټینګار کړی چې د دوی هدف د اسرائیلو د سیستم کاپي کول نه دي؛ بلکې د برېټانیا د اړتیاوو لپاره د هوايي دفاع ځانګړی سیستم جوړول دي
د محافظهکار ګوند په وینا، د دې طرحې لپاره به لس میلیارد پونډه په لسو کلونو کې ولګول شي او لومړنۍ دفاعي وړتیا به د راتلونکي حکومت په لومړۍ دوره کې رامنځته شي. ګوند وايي، دا سیستم به د کمبیې بېپیلوټه الوتکو له ګواښونو نیولې تر پرمختللو توغندیزو بریدونو پورې د بېلابېلو هوايي ګواښونو پر وړاندې څو پوړیزه دفاع برابره کړي
د طرحې پر مالي او عملي امکاناتو بیا د دفاعي چارو ځینو کارپوهانو پوښتنې مطرح کړې دي. د دوی په وینا، لس میلیارد پونډه ښايي د برېټانیا د مهمو بنسټونو او پوځي تاسیساتو د دفاع لپاره د یوه پراخ سیستم د جوړولو لپاره کافي وي، خو د ټول هېواد د هرې برخې د بشپړ پوښښ لپاره به لا ډېرو امکاناتو ته اړتیا وي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?