news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د طالبانو د پکتیا والي: «افغانان مو شریعت ته برابر کړي او اخرت مو ورته سم کړی

د طالبانو د پکتیا والي: «افغانان مو شریعت ته برابر کړي او اخرت مو ورته سم کړی

د طالبانو د پکتیا والي مهرالله حماد ادعا کوي چې د دې ډلې د واکمنۍ له امله د افغانستان خلک دې ته چمتو شوي چې د شریعت له مخې ژوند وکړي او ځان د اخرت له عذابه وژغوري. نوموړي ویلي چې په پکتیا کې یې د طالبانو د «امر بالمعروف» قانون پر ټولو دولتي کارکوونکو سل سلنه پلی کړی دی.

بریانیوز- چهارشنبه، ١٥ میزان ١٤٠٥

د طالبانو د پکتیا ولایت د دفتر د خبرپاڼې له مخې، مهرالله حماد دا څرګندونې د «امر بالمعروف قانون» د تطبیق د څارنې کمېټې په نوبتي غونډه کې کړې دي.

حماد ویلي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان خلک د شریعت مطابق ژوند کولو ته چمتو شوي او هڅه کوي چې ځان د اخرت له عذابه وژغوري.

نوموړي زیاته کړې چې په پکتیا کې یې د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» قانون پر ټولو دولتي کارکوونکو «سل سلنه» پلی کړی دی.

د طالبانو د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» قانون د دې ډلې له بیا واکمنېدو وروسته له هغو قوانینو څخه دی چې پر عامه ژوند، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر حضور او فعالیتونو، پراخ محدودیتونه وضع کوي. د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د دغه قانون پلي کول د خپلې ادارې له مهمو مسوولیتونو څخه بللي او ویلي یې دي چې د طالبانو د جګړې له ځانګړو موخو څخه یوه هم د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پلي کول وو.

د طالبانو د مشر د لارښوونو له مخې، په ولایتونو کې د دغه قانون د تطبیق د څارنې لپاره د والیانو په مشرۍ منظمې غونډې هم ترسره کېږي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto