ملګرو ملتونو : له ۲۰۲۳ کال راهیسې نږدې ۷ میلیونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو بېرته ستانه شوي
ملګرو ملتونو : له ۲۰۲۳ کال راهیسې نږدې ۷ میلیونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو بېرته ستانه شوي
(بریانیوز سه شنبه (۲۱/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر برهام صالح ویلي، چې د ۲۰۲۳ زېږیز کال له وروستیو راهیسې نږدې اووه میلیونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته ستانه کړای شوي دي. د نوموړي په وینا، ډېری دغه کسان په سختو شرایطو کې او په جبري توګه بېرته خپل هېواد ته لېږل شوي دي
برهام صالح د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د اجرائیوي کمېټې په غونډه کې ویلي، چې افغانستان ته د دومره لوی شمېر کډوالو بېرته ستنېدو د بشري مرستو او لومړنیو خدمتونو اړتیاوې زیاتې کړې دي
نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې خلک لا هم له پراخې بېوزلۍ، د بنسټیزو خدمتونو له کمښت او بېلابېلو محدودیتونو سره مخ دي. د هغه په خبره، د دې وضعیت د ښه کولو او د راستنېدونکو افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د نړیوالې ټولنې لا ډېر ملاتړ او پانګونې ته اړتیا ده
افغانستان ته د راستنېدونکو د شمېر زیاتوالی د کور، کار، روغتیايي خدمتونو، زدهکړو او نورو لومړنیو اړتیاوو د برابرولو په برخه کې جدي ننګونې رامنځته کوي. هغه کورنۍ چې له ګاونډیو هېوادونو بېرته ستنېږي، ډېری وخت د ژوند د بیا پیل لپاره کافي مالي امکانات او مناسب استوګنځای نه لري
د بشري مرستو دوام، د کارموندنې فرصتونو رامنځته کول او د بنسټیزو خدمتونو پراخول د راستنېدونکو افغانانو د اوږدمهاله بیا مېشتېدو لپاره مهم بلل کېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?