news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د افغانستان بزګران : د کرنیزو محصولاتو ضایعات کروندګر د سړو خونو او مناسبو بازارونو غوښتنه کوي

د افغانستان بزګران : د کرنیزو محصولاتو ضایعات کروندګر د سړو خونو او مناسبو بازارونو غوښتنه کوي

د افغانستان بزګران : د کرنیزو محصولاتو ضایعات کروندګر د سړو خونو او مناسبو بازارونو غوښتنه کوي

(بریانیوز سه شنبه (۲۱/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

په افغانستان کې د سړو خونو، د کرنیزو محصولاتو د ساتنې د معیاري اسانتیاوو او مناسبو بازارونو نشتوالی د دې لامل شوی، چې هر کال د هېواد د کرنیزو محصولاتو یوه برخه تر راټولېدو وروسته خرابه شي او یا خپل کیفیت له لاسه ورکړي. کروندګر وايي، د دغې ستونزې د حل لپاره باید د محصولاتو د ساتنې او بازارموندنې برخو ته جدي پاملرنه وشي

د کرنیزو محصولاتو ضایعات نه یوازې د بزګرانو عاید کموي، بلکې د هېواد پر کرنیز اقتصاد او د خوراکي توکو پر بازار هم منفي اغېز کوي. په ځانګړې توګه، هغه مېوې او سبزيجات چې د اوږدې مودې لپاره د ساتنې وړ نه وي، د مناسبو امکاناتو د نشتوالي له امله ژر خرابېږي او کروندګر اړ کېږي چې خپل محصولات په ټیټه بیه وپلوري

کروندګر د سړو خونو جوړول، د محصولاتو د ساتنې د معیاري مرکزونو رامنځته کول او کورنیو او بهرنیو بازارونو ته د لاسرسي اسانه کول د دغې ستونزې د حل مهمې لارې بولي. د دوی په باور، که د حاصلاتو د راټولولو په موسم کې د ساتنې او بازارموندنې مناسب امکانات برابر شي، د محصولاتو د خرابېدو مخه نیول کېدای شي او بزګران به وکولای شي خپل حاصلات په مناسبه بیه بازار ته وړاندې کړي

د کرنیزو محصولاتو د پروسس، بسته‌بندۍ او لېږد رالېږد د اسانتیاوو پراختیا هم کولای شي د ضایعاتو په کمولو کې مهم رول ولوبوي. د دې ترڅنګ، د بزګرانو او سوداګرو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او د صادراتو لپاره د مناسبو لارو برابرول به د هېواد د کرنیزو محصولاتو ارزښت لوړ کړي

کرنه د افغانستان د اقتصاد او د ګڼو کورنیو د ژوند یوه مهمه سرچینه ده؛ له همدې امله، د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او بازارموندنې په برخه کې پانګونه نه یوازې د بزګرانو عاید زیاتوي، بلکې د کورني تولید د پیاوړتیا او د خوراکي توکو د ضایعاتو د کمولو لپاره هم مهمه ده

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto