د امریکا د ولسمشر ټرمپ د «اوکراین سولې طرحه» د اروپا او امریکا تر منځ بېساری کړکېچ راپارولی؛ اروپايي مشران د خپلواک دفاعي بلاک د جوړېدو غوښتنه کوي
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د اوکراین د جګړې لپاره نوې طرحه – چې د اروپايي هېوادونو له مشارکته پرته او د روسیې د پراخو غوښتنو په پام کېنیولوسره جوړه شوې– د اتلانتیک دواړو غاړو تر منځ د ژور بېباورۍ څپه خوره کړې ده. اروپايي مشران وایي چې دا طرحه د دوی امنیتي اندېښنې له پامه غورځوي او د اروپا ګډ امنیت له خطر سره مخ کوي
اروپايي غبرګون؛ «اروپا باید خپله ناټو ولري
مانفرد وِبر، چې د اروپايي پارلمان د تر ټولو ستر محافظهکار بلاک مشري کوي، د اروپايي اندېښنو څرګندونکی غږ و. هغه په یو څرګند خبرداري کې وویل:
موږ د تاریخ په حساسو شېبو کې یو. اروپا نور نشي کولی یوازې پر امریکا د امنیت لپاره حساب وکړي. اروپایي اتحادیه باید د یوې اروپايي ناټو په جوړېدو فکر وکړي
د هغه دا څرګندونې په بروکسل، برلین او پاریس کې د خطر زنګ بلل شوی او د دې نښه ګڼل کېږي چې اروپا د امنیتي تکیې نوی بدیل لټوي.
اروپايي مشران د طرحې د نرمولو هڅه کوي، خو ناکامه
اروپايي هېوادونو، د څو ورځو پرلهپسې ډيپلوماټیکو خبرو اترو وروسته، د ټرمپ په طرحه کې لږ بدلونونه راوستل؛ بدلونونه چې اروپایان یې «د روسیې په ګټه د طرحې» د تعدیل هڅه بولي
خو دغه بدلونونه هم ونه توانېدل چې اروپایي اندېښنې ختمې کړي، ځکه طرحه لا هم د اروپا د امنیتي اړتیاوو او د اوکراین د خپلواکۍ د ساتنې له ژمنو سره بشپړه همغږي نه لري
د اروپايي سیاست نوې لاره: ډېر اتحاد، ډېر فشار، د بدترین سناریو چمتووالی
اروپايي سیاستوال، چې د ټرمپ ادارې ته د اروپا د امنیتي غوښتنو د له پامه غورځولو تورونه لګوي، اوس د دوو لورو تګلاره خپله کړې ده:
اروپايي اتحاد پیاوړی کول
پرتله زیات فشار د واشنګټن پر حکومت
د دې اقداماتو هدف دا دی چې اروپا د هغه احتمالي حالت لپاره چمتو کړي چې ښايي د تر ټولو بد سناریو په توګه مطرح شي — داسې سناریو چې اروپا او امریکا یې په فراآتلانتیک اړیکو کې پر دوهلارې ودروي
د باور د بحران ژورتیا
شنونکي وايي چې د ټرمپ طرحه یوازې یوه سیاسي پرېکړه نه ده، بلکې هغه ټکي ته اشاره کوي چېرې چې اروپا په لومړي ځل په جدي توګه د خپل امنیتي برخلیک د خپلواک جوړښت اړتیا احساسوي
اروپا دا پوښتنه اوس له ځان سره کوي:
«که امریکا زموږ امنیتي تضمین ونه کړي، موږ څه کوو