news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازولۍ مرستیالې جنیفر لوکتا د امنیت شورا په وروستۍ ناستې کې پر طالبانو د پراخې نیوکې ګوته ونیوله

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازولۍ مرستیالې جنیفر لوکتا د امنیت شورا په وروستۍ ناستې کې پر طالبانو د پراخې نیوکې ګوته ونیوله

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازولۍ مرستیالې جنیفر لوکتا د امنیت شورا په وروستۍ ناستې کې پر طالبانو د پراخې نیوکې ګوته ونیوله او ادعا یې وکړه چې د افغانستان د اوسنیو کړاوونو اساسي عامل طالبان دي. خو دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امریکا د شلو کلونو پوځي حضور، جګړې، بمبارۍ او د دولتي بنسټونو ړنګول د افغانستان د نننۍ وضعیت د مهمو بنسټیزو لاملونو په توګه یادېږي

د امریکا تازه ادعاوې څه دي؟

لوکتا په خپلو خبرو کې لاندې ټکي مطرح کړي

طالبان د افغانانو د کړاوونو اصلي سرچینه دي؛

د طالبانو پالیسي ګانې د بشري حقونو نقض، فقر ډېرېدو او اقتصادي سقوط ته لاره هواروي؛

طالبان د یوناما فعالیت محدودوي او د نړیوالې ټولنې له همکارۍ سره خنډ جوړوي؛

دا ډله د خپلو نړیوالو ژمنو پها کې پاتې راغلې.

 د امریکا له مسوولیته تېښته؟

کارپوهان او شنونکي باور لري چې دغه ادعاوې د دې هڅه ده چې واشنګټن د افغانستان د اوسني بحران په اړه خپل مسوولیتونه پټ کړي. د هغوی په اند:

د امریکا ۲۰ کلنې جګړې د افغانستان سیاسي، امنیتي او اقتصادي بنسټونه کمزوري کړل؛

د اداري فساد پراخې شبکې د نړیوالو مرستو په دورې کې رامنځته شوې؛

د سولې د بهیر ناکامه مدیریت او بې‌مسوولیته وتل د اوسني وضعیت د رامنځته کېدو مهم لاملونه دي

 طالبان هم له نړیوالو معیارونو لرې دي

سره له دې، شنونکي وایي چې طالبان هم د بشري حقونو، د ښځو د کار او تعلیم، او د سیاسي مشارکت په برخه کې له نړیوالو تمو ډېر لېرې ولاړ دي. د یوناما د فعالیت محدودول او د ټولشموله نظام جوړولو ردول هغه مسلې دي چې نړیوالې ټولنې یې په اړه پر طالبانو نیوکې کوي

 پایله: د بحران ریښه یوازې یوه نه ده

کارپوهان وايي چې د افغانستان اوسنی بحران یو ګډ جوړښت لري:

د امریکا د کلونو حضور، جګړې او نیمګړي جوړښتونه؛

د طالبانو سخت‌دریځه سیاستونه او انزواپالنه؛

د سیمې د هېوادونو رقابتونه؛

او د نړیوالې ټولنې ګډوډ تګلاره

له همدې امله، د مسوولیت یو اړخ ته اچول نه یوازې د حقیقت خلاف دي، بلکې د حل لارې موندلو بهیر هم اغېزمنوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto