جرمونو نړیوالې محکمې : د پخوانیو پېښو د څېړنو بندول د عدالت پر وړاندې خنډ بلل شوی
(بریانیوز پنجشنبه (۲۸/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د بشري حقونو د څار سازمان خبرداری ورکړی چې د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د افغانستان د ځینو جنګي جرمونو د دوسیو تړل به د جګړې د قربانیانو لپاره عدالت ته د لاسرسي بهیر ستونزمن کړي
دغه سازمان ټینګار کړی چې د دې دوسیو تړل د امریکايي ځواکونو او د افغانستان د مخکیني حکومت د کړنو په اړه د حساب ورکونې بهیر اغېزمنوي او ښايي د قربانیانو د عدالت غوښتنې هڅې له خنډونو سره مخ کړي
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د جرمونو نړیوالې محکمې د لړم په ۲۱مه د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له ۱۴مې نېټې وړاندې د ترسره شویو پېښو څېړنې ودرولې دي
خو د طالبانو د اوسني حکومت پر مهال د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د دې محکمې پلټنې لا هم روانې دي
د بشري حقونو د څار سازمان په وینا، د عدالت د ټینګښت لپاره اړینه ده چې د جګړې د ټولو قربانیانو حقونه په پام کې ونیول شي او د سرغړونو د عاملانو د حساب ورکونې زمینه برابره شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2103
-
اخبار افغانستان
1131
-
مقاله
841
-
سیاست
416
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl