د ښځو پر وړاندی د تعلیم د دروازی تړل زما د_زړه_درد!
لیکنه: فضلالهادي_وزین
«دا چوپتیا یوازې چوپتیا نه ده؛ دا د ټولنې د سیاسي شعور او اخلاقي احساس سقوط دی.»
بریانیوز:(۵ شنبه۱۱جدی۱۴۰۴) په داسې زمانه کې ژوند کوو چې د یوې ټولنې ژونديوالی او سياسي شعور د دې خلکو له احساساتو، حساسیتونو او غبرګون څخه اندازه کېږي. کله چې د افغانستان د خلکو حالت ته ګورم، یو دروند غم مې پر زړه کښېني.

دا هماغه ولس دی چې د کرېکټ، بزکشي او فوټسال د سیالیو لپاره په کوڅو او لارو کې راټولېږي، بیرغونه پورته کوي او د خوښې نارې وهي؛ خو همدا ولس د ملیونو نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کېدو په وړاندې داسې خاموش دی لکه دا یوه عادي پېښه وي، نه د یوه ملت د راتلونکې تباهي.

لا دردوونکې خبره دا ده چې د یو کرېکټ لوبغاړي واده د خلکو د خبرو، تبصرو او شایعاتو محور جوړېږي، اونۍ ـ اونۍ پرې بحث کېږي، خو د میلیونونو نجونو له زدهکړو محرومول، چې د نسلونو برخلیک بدلوي، نه د خلکو غم دی، نه د کوڅو چغې پورته کوي، نه یې احساسات خوځوي. داسې ښکاري لکه اصلي دردونه مو د تشو ساتیريو تر خاورو لاندې شوي وي.

پوښتنه دا ده: څنګه زرګونه خلک د یوې لوبې د ګټلو لپاره سړکونو ته راوځي، خو د دې لپاره چې د دې وطن د نجونو د تعلیم دروازې پرانیستل شي، سل کسان هم نه را ټولېږي؟ ایا د یوې لوبې نتیجه له د یوه ملت له راتلونکې مهمه ده؟ ایا د یو لوبغاړي واده د دې خاورې د زرګونو مورانو، خویندو او لورګانو د برخلیک نه مهم دی؟

دا چوپتیا یوازې چوپتیا نه ده؛ دا د ټولنې د سیاسي شعور او اخلاقي احساس سقوط دی. که نن د نجونو د تعلیم د بندېدو په وړاندې غږ نه پورته کېږي، سبا یې ټول ملت تاوان ورکوي:
په روغتونونو کې به د ښځو ډاکتران کم وي،
په ښوونځیو او پوهنتونونو کې به د ښځو استادان نه وي،
په کلیو او ښارونو کې ښځې له لومړنیو روغتیایي خدمتونو بېبرخې کېږي،
او ټولنه به په نیمایي بڼه فلج پاتې شي.
د نجونو زدهکړه د یوې کورنۍ یا یوې ډلې موضوع نه ده؛ دا د یوه ملت د بقا او راتلونکې مسئله ده. د یوه هیواد د عزت، پرمختګ او روغتیا بنسټ دی.
کاشکې هماغه احساس، هماغه شور، هماغه لویې غونډې چې د یوې لوبې یا د یو لوبغاړي د شخصي ژوند لپاره جوړېږي، د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو لپاره هم جوړې شي. خلک باید پوه شي چې هېڅ لوبغاړی او هېڅ ټیم یو ملت نه شي ژغورلی؛ خو باسواده نسل کولای شي.
او دا د نن ورځې تر ټولو لویه تراژیدي ده:
یو ملت چې د ساعت تېرېدو په خوشحالۍ کې غرق دی، خو د خپل اصلي درد په وړاندې خاموش ناست دی.
پاسخ دهید
لغو پاسخبه قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1325
-
اخبار افغانستان
383
-
مقاله
106
-
Uncategorized
25
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl