news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

مسکو روسیه ادعا کوي چې د ولادیمیر پوتین استوګنځی د ډرون برید هدف ګرځېدلی

مسکو  روسیه ادعا کوي چې د ولادیمیر پوتین استوګنځی د ډرون برید هدف ګرځېدلی

مسکو – د روسیې دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد چارواکو ادعا کړې د ولسمشر ولادیمیر پوتین استوګنځی د اوکراییني ډرونونو د برید هدف ګرځېدلی دی. د روسیې د هوايي دفاع د توغندیزو قطعو قومندان الکساندر روماننکوف ویلي، چې یاد ډرونونه د اوکرایین د سومي او چرنیهیف سیمو څخه توغول شوي وو

د نوموړي په وینا، برید کوونکو هڅه کړې وه چې د څو بېلابېلو لارو څخه، په یو وخت کې، د روسیې د ولسمشر استوګنځي ته نږدې شي. د روسي چارواکو د معلوماتو له مخې، دا پېښه د چهارشنبې په شپه، د ډسمبر ۲۸مه، شاوخوا د ماښام په ۷:۲۰ بجو د مسکو پر وخت تشخیص شوې ده

هدفمند او له مخکې پلان شوی برید

روسي مقامونه وايي، دا برید «له مخکې پلان شوی او هدفمند» و، خو ټینګار کوي چې د روسیې د هوايي دفاع سیستمونو ډرونونه پر وخت شنډ کړي دي. د هغوی په وینا، په دې پېښه کې نه ځاني تلفات او نه هم مالي زیان اوښتی دی

خو تر دې دمه خپلواکو سرچینو دغه ادعاوې نه دي تایید کړې. همدارنګه، د روسیې له‌خوا د کارول شویو ډرونونو د شمېر، ډول او تخنیکي ځانګړتیاوو په اړه کوم کره جزییات نه دي خپاره شوي، چې دا موضوع د یادو ادعاوو د شفافیت او رښتینولۍ په اړه پوښتنې راپورته کوي

شکونه او ناپېژندل شوی حقیقت

سیاسي او پوځي شنونکي وايي، چې دا ډول ادعاوې په داسې حساس وخت کې مطرح کېږي، چې د اوکرایین او روسیې جګړه د څلورم کال پر پوله ولاړه ده او دواړه لوري هڅه کوي خپل دریځونه پیاوړي وښيي. د جزییاتو نشتون او د خپلواکو سرچینو له‌خوا د نه تایید له امله، د روسیې دا ادعا تر اوسه له شکونو سره مل ده

تر اوسه د اوکرایین رسمي چارواکو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو کی‌یف مخکې هم ورته تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې مسکو دا ډول ادعاوې د سیاسي فشار او تبلیغاتي جګړې د یوې برخې په توګه کاروي

په هر حال، دا پېښه – که رښتیا وي که ادعا – یو ځل بیا د اوکرایین او روسیې ترمنځ د جګړې د خطرناکې کچې او د امنیتي وضعیت د نازک‌والي څرګندونه کوي، هغه وضعیت چې د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره جدي اندېښنې زېږوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto