news اخبار فوری
clock

د اقتصادي کړکېچ تر سیوري لاندې ژوند؛ افغانان له نړیوالې ټولنې د نه هېرېدو غوښتنه کوي

د اقتصادي کړکېچ تر سیوري لاندې ژوند؛ افغانان له نړیوالې ټولنې د نه هېرېدو غوښتنه کوي

په داسې حال کې چې افغانستان له سخت اقتصادي بحران، پراخې بې‌کارۍ او د خوراکي توکو د بیو له پرله‌پسې لوړېدو سره مخ دی، یو شمېر هېوادوال له نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول له ملګرو ملتونو غواړي چې د افغانستان ولس په دې سختو شرایطو کې هېر نه کړي

د هېواد له بېلابېلو سیمو راپورونه ښيي چې زرګونه کورنۍ د فقر، لوږې او بې‌روزګارۍ تر فشار لاندې ژوند کوي او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو پوره کول ورته ورځ تر بلې ستونزمن کېږي

د فراه د یوه اوسېدونکي د ورځې ستړی ژوند

په لوېدیځ افغانستان کې د فراه ولایت یو اوسېدونکی، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، د ښار په یوه څنډه کې د یوې لاسي ګاډۍ (چرخ دستی) په مټ د خپلې کورنۍ د نفقې د برابرولو هڅه کوي. هغه وایي، له سهاره تر ماښامه کار کوي، خو بیا هم عاید یې د کورنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

نوموړي وویل:

همدا ستونزې دي چې ورسره مخ یو. له مجبورۍ او ناچارۍ دا کار کوو. بې‌کاري ډېره شوې او د خوراکي توکو بیې هره ورځ لوړېږي، خو عاید مو هماغسې کم پاتې دی

د هغه په وینا، ډېری وختونه داسې ورځې راځي چې د ماشومانو لپاره د ورځې درې وخته ډوډۍ برابرول ورته ناشوني وي

بې‌ کاري او د خوراکي توکو لوړې بیې

اقتصادي کارپوهان وايي، په افغانستان کې د کار نشتوالی، د پانګونې کمښت او د نړیوالو مرستو راکمېدل د دې لامل شوي چې د خلکو اقتصادي وضعیت تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېږي. د اوړو، غوړو، وريجو او نورو اساسي خوراکي توکو بیې په وروستیو میاشتو کې په بې‌ساري ډول لوړې شوې دي، چې دا چاره پر بې‌وزلو کورنیو ډېر دروند بار اچوي

یو شمېر هېوادوال وایي، که نړیوالې بشري مرستې کمې شي یا وځنډول شي، نو د لوږې او فقر کچه به نوره هم لوړه شي

له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه

د هېواد یو شمېر اوسېدونکي ټینګار کوي چې د افغانستان اقتصادي ستونزې یوازې د کورنیو مسایلو پایله نه ده، بلکې نړیوال وضعیت، بندیزونه او د اقتصادي نظام کمزوري کېدل هم پکې رول لري. هغوی له نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول له ملګرو ملتونو او مرستندویو بنسټونو غواړي چې افغانستان له پامه و نه غورځوي او بشري مرستې دوامدارې وساتي

هېوادوال وایي، که څه هم سیاسي ستونزې شته، خو عادي خلک باید د دغو ستونزو بیه ورنه کړي

د فقر تر سیوري لاندې هیلې

سره له ټولو ستونزو، ډېری افغانان لا هم هیله لري چې د نړیوالې ټولنې په ملاتړ به د هېواد اقتصادي وضعیت ښه شي او خلکو ته به د کار او عاید زمینه برابره شي. هغوی وایي، تر ټولو ستره اړتیا دا ده چې د خلکو د ځان‌بساینې لپاره کاري فرصتونه رامنځته شي، څو د مرستو پر ځای پر خپلو هڅو ژوند ته دوام ورکړي

تر هغې وخته، زرګونه کورنۍ لکه د فراه دا اوسېدونکی، هره ورځ د سختو اقتصادي شرایطو پر وړاندې د بقا مبارزه کوي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto