په ۹ میاشتو کې د طالبانو پر ضد نږدې ۹ زره شکایتونه؛ خلک له امر بالمعروف څخه هم شکایت لري
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت اعلان کړی چې په تېرو نهو میاشتو کې یې د خلکو لهخوا د طالبانو د چارواکو پر ضد ۸ زره او ۸۴۶ شکایتونه ثبت کړي دي.
بریا نیوز ( سهشنبه، ١٤ دلو ١٤٠٤)
د دې وزارت ویاند، سیفالاسلام خیبر، د یکشنبې په ورځ د دلو د میاشتې په ۱۲مه (د فبرورۍ لومړۍ ورځې شاوخوا) په خپله ایکس (پخوانی ټویټر) پاڼه کې لیکلي چې له دې جملې څخه ۵ زره او ۱۳۲ شکایتونو ته رسېدګي شوې ده.
د هغه په وینا، ۲ زره او ۷۶۱ شکایتونه لا هم تر څېړنې لاندې دي او ۹۵۳ شکایتونه رد شوي دي.
سیفالاسلام خیبر د شکایتونو د محتوا په اړه جزیات نه دي ورکړي، خو تر دې مخکې خلکو په وار وار د طالبانو لهخوا د خودسرانه نیونو، د کورونو تلاشي، د موبایلونو ضبط، او د خلکو د ځورونې په اړه شکایتونه کړي دي.
په ورته وخت کې، پخپله د امر بالمعروف وزارت مامورین هم د خلکو د ځورونې په تور تورن دي.
ډېری خلک وایي چې د دې وزارت مامورین، په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې د سختو محدودیتونو په پلمه، ځانونه د خلکو د شخصي حریم ته د ننوتلو حقلرونکي ګڼي، او له همدې امله خلک له همدې ادارې هم ډېر شکایتونه لري.
طالبان دا ادعا کوي چې د خلکو شکایتونو ته رسېدګي کوي، خو تر اوسه پورې هیڅ یو طالب چارواکی نه دی مجازات شوی.
له بلې خوا، په بېلابېلو ولایتونو کې هره اوونۍ ښځې او نارینه د بېلابېلو تورونو په پلمه د طالبانو لهخوا په عام محضر کې په دُرو وهل کېږي.
سیفالاسلام خیبر وایي چې د طالبانو په اداره کې هېڅ فرد یا مقام حق نه لري چې خلکو ته سپکاوی یا توهین وکړي. نوموړي زیاته کړې چې که څوک د طالبانو له چارواکو شکایت لري، کولای شي خپل شکایت د امر بالمعروف وزارت د شکایتونو اورېدلو (سمع شکایات) څانګې ته په کابل او ولایتونو کې ثبت کړي.