news اخبار فوری
clock

کندهار؛ د یوې خپرې شوې ویډیو تر شا د شخصي زندانونو راپورونه

کندهار؛ د یوې خپرې شوې ویډیو تر شا د شخصي زندانونو راپورونه

په ټولنیزو رسنیو کې په دې وروستیو کې یوه ویډیو خپره شوې چې پکې ښکاري یو کس د څو نورو کسانو له لوري وهل کېږي. د بریا نیوز د معلوماتو پر اساس، ویل کېږي چې یاده پېښه د کندهار ولایت په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

بریانیوز( چهارشنبه، ١٥ دلو ١٤٠٤)

د یوې سرچینې په وینا، په کندهار کې لا هم ځینې شخصي توقیف ځایونه فعال دي او ځینې لانجې، لکه اختطاف، مالي اختلافات او د نشه‌یي توکو اړوند موضوعات، د رسمي عدلي او قضایي چوکاټ څخه بهر په همدې ځایونو کې حل‌وفصل کېږي. یادې سرچینې زیاته کړې چې دا ځای هم ښايي له همدې ډول توقیف ځایونو څخه وي، خو د دقیق موقعیت او د ویډیو کې د ښکاره شوي کس د هویت په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

په ورته وخت کې، یو شمېر نور راپورونه هم خپاره شوي چې له مخې یې ادعا کېږي ځینې لوړپوړي چارواکي هم شخصي توقیف ځایونه لري او ځینې نیونې د رسمي بهیر څخه بهر ترسره کېږي. په دغو راپورونو کې د طالبانو د عدلیې د وزیر، عبدالحکیم شرعي، نوم هم یاد شوی، خو تر اوسه پورې د یادو ادعاوو په اړه رسمي او خپلواک تایید نه دی شوی.

تر اوسه د دې موضوع په اړه د مسؤلو ادارو له لوري کوم رسمي وضاحت نه دی خپور شوی، او موضوع لا هم د لا زیاتو معلوماتو او روښانتیا ته اړتیا لري.

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto