news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

طالبان او د لوړو زده‌کړو سیستم؛ د فکري تصفیې دوام او خطرناک انجام

طالبان او د لوړو زده‌کړو سیستم؛ د فکري تصفیې دوام او خطرناک انجام

په تېرو میاشتو کې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت لسګونه پوهنتون استادان له خپلو دندو ګوښه کړي دي. د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، دا استادان د طالبانو له فکري او مذهبي برداشت سره د نه‌همغږۍ له امله له دولتي پوهنتونونو ایستل شوي دي.

بریانیوز( چهارشنبه، ١٥ دلو ١٤٠٤)

سرچینې وایي، لږ تر لږه ٨٥ استادان د کابل، ننګرهار، بلخ، هرات، تخار، بدخشان، فاریاب، بغلان، جوزجان، غور، فراه، کونړ، کاپیسا او خوست په ګډون له ګڼو پوهنتونونو څخه لرې کړل شوي دي. ډېری دغه استادان د شرعیاتو پوهنځیو، اسلامي ثقافت، دیني علومو او تعلیم او تربیې څانګو پورې تړاو لري.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت دننه یوې ځانګړې کمېټې، چې د «عبدالله ابن مسعود» په نوم فعالیت کوي، د استادانو پر تعلیمي اسنادو، تدریسي مخینې او فکري لیدلورو ارزونه کړې ده. د سرچینو په وینا، که یو استاد د طالبانو له مذهبي تعبیر سره سمون ونه لري، نوم یې د ګوښه کېدو لپاره د وزارت مشرتابه ته لېږل کېږي.

یوه ګوښه شوي استاد، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې هویت نه دی څرګند شوی، ویلی:

«له لسو کلونو زیات مې د پوهنتون په علمي چاپېریال کې خدمت وکړ، خو نن د ظلم له امله اړ شوم له خپلو محصلینو او همکارانو سره په دردېدلي زړه مخه ښه وکړم.»

د نصاب بدلون او د «ممنوعه مضمونونو» لېست

سرچینې وایي، د طالبانو له‌خوا د پوهنتونونو درسي نصاب ته پراخ بدلون ورکړل شوی دی. د حکومتولۍ، بشري حقونو، ډیموکراسۍ، مدني ټولنې او لوېدیځو سیاسي نظریاتو اړوند مضمونونه له نصابه لرې شوي، ځکه چې د طالبانو په باور «له اسلامي اصولو سره سمون نه لري».

ان ځینې علمي څانګې او ډیپارټمنټونه په بشپړ ډول منحل شوي دي. د پوهنتون استادان وايي، دا بدلونونه ښيي چې طالبان غواړي تعلیمي سیستم د یو واحد او محدود فکري چوکاټ دننه راولي.


د طالبانو د افرادو ځای پر ځای کول:


پوهنتون استادان باور لري، چې د استادانو د ګوښه کولو تر شا یوه بله موخه دا ده چې د طالبانو اړوند کسان او ملايان د پوهنتونونو په علمي او اداري بستونو کې ځای پر ځای شي. د سرچینو په وینا، طالبانو په وروستیو کلونو کې ګڼو خپلو غړو ته د لېسانس او ماسټرۍ اسناد ورکړي او اوس غواړي هغوی د لوړو زده‌کړو بنسټونو ته داخل کړي.

یو استاد وايي:

«طالبان باور لري چې پوهنتون باید د دوی تر بشپړ کنټرول لاندې وي، ځکه د ځوان نسل فکري روزنه له همدې ځایه پیلېږي.»


د اکاډمیکو معیارونو له منځه تګ:

د کابل پوهنتون یو استاد وایي، پخوا د استادانو د ګومارنې او ګوښه کولو لپاره روښانه علمي او قانوني میکانېزم موجود و. دا پرېکړې به د پوهنځي او پوهنتون د علمي شوراګانو له لارې کېدې، څو اکاډمیک چاپېریال له سیاسي فشارونو خوندي پاتې شي.

خو اوس، د سرچینو په وینا، دا ټول اصول له پامه غورځول شوي او سیاسي او فکري وفاداري د ګومارنې یوازینی معیار ګرځېدلی دی.


اندېښمنې پایلې:

پوهنتون استادان خبرداری ورکوي، چې د طالبانو دا کړنې به د افغانستان د لوړو زده‌کړو نظام له جدي بحران سره مخ کړي. د دوی په باور، د نصاب ایډیولوژیک کول، د مسلکي استادانو ایستل او د علمي ازادۍ محدودول به د افغانستان د پوهنتونونو نړیوال اعتبار له منځه یوسي.

دوی زیاتوي، چې دا وضعیت نه یوازې د تعلیم کیفیت ته زیان رسوي، بلکې د هېواد راتلونکی نسل به له متوازن، انتقادي او عصري فکر څخه بې‌برخې کړي.

په ټوله کې، شنونکي وايي، طالبان هڅه کوي تعلیمي سیستم د خپل ځانګړي فکري میل مطابق جوړ کړي، خو دا هڅه به د علم، پرمختګ او نړیوال تعامل پر وړاندې ستر خنډونه رامنځته کړي او پایلې به یې د افغانستان لپاره ډېرې درنې وي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto