news اخبار فوری
clock

د مالیزیا د پولیسو تود هرکلی ګلبدین حکمتیار ته غبرګونونه راوپارول

د مالیزیا د پولیسو تود هرکلی ګلبدین حکمتیار ته غبرګونونه راوپارول

د مالیزیا د پولیسو تود هرکلی ګلبدین حکمتیار ته غبرګونونه راوپارول

بریانیوز (چهارشنبه، ۲۲ دلو ۱۴۰۴) — د حزب اسلامی افغانستان، مشر ګلبدین حکمتیار یوه ویډیویي کلیپ په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه راپارولي او د کاروونکو ترمنځ یېبېلابېل نظرونه زېږولي دي

په دې ویډیو کې چې د حزب اسلامی د یو شمېر پلویانو له خوا خپره شوې، ښکاري چې د مالیزیا د پلازمېنې کوالالامپور یو شمېر پولیس د ښاغلي حکمتیار د حضور پر مهال هغه ته تود هرکلی وایي. د انځورونو په ځینو برخو کې لیدل کېږي چې ځینې پولیس د مینی او درناوي په توګه هڅه کوي د هغه لاس ښکل کړي

د ویډیو د محتوا له مخې، ښاغلی حکمتیار هڅه کوي چې د دې کار مخه ونیسي او پولیس له ټیټېدو را وګرځوي، خو په پای کې یو تن پولیس وتوانېږي چې د هغه لاس

ښکل کړي


د دغو انځورونو خپرېدو په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه له ځان سره لرلي دي. د د حزب اسلامي یو شمېر پلویانو او د تولنیزو شبکو کاروونکوی د مالیزیا د پولیسو دغه چلند د ښاغلي حکمتیار پر وړاندې د درناوي، مینې او نېک نیت نښه بللې او دا یې د ځینو مسلمانانو ترمنځ د هغه د مقام څرګندونه ګڼلې ده. خو په مقابل کې، یو شمېر نورو کاروونکو د دې پېښې په اړه خپل انتقادي نظرونه هم مطرح کړي دي

ګلبدین حکمتیار، چې د افغانستان له پېژندل شوو سیاسي څېرو او د حزب اسلامی مشر دی، د روان کال د قوس په ۱۷مه نېټه د درملنې په موخه کوالالامپور ته سفر کړی دی

حکمتیار د افغانستان له جهادي مشرانو څخه شمېرل کېږي. هغه په ۱۳۸۱ کال کې پر افغانستان د ناټو پوځي برید، چې د امریکا متحدو ایالتونو او بریتانیا یې مشري کوله، وغنده او هېواد یې «اشغال شوی» وباله. نوموړي هغه مهال له افغان ولسه غوښتي وو چې د خپلې آزادۍ، خپلواکۍ او ملي او اسلامي ارزښتونو د دفاع لپاره د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې مبارزه وکړي

دغه وروستۍ پېښه یو ځل بیا د دې سیاسي څېرې نوم د عامه افکارو په مرکز کې راوستی دی

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto