کابل — د طالبانو د وکړه ادارې د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي د روژې مبارکې میاشتې په درشل کې د بیو د کنټرول هڅې؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سوداګرو سره ناسته
کابل — د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي د روژې مبارکې میاشتې په درشل کې د بیو د کنټرول هڅې؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سوداګرو سره ناسته
بریا نیوز( دوشنبه، ٢۷ دلو ١٤٠٤)
کابل — د طالبانو د ادارې د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روژې مبارکې میاشتې له رانږدې کېدو سره سم یې د خوراکي توکو د بیو د ثبات او بازارونو د څارنې لپاره له سوداګرو او صنفي اتحادیو سره پراخه ناسته ترسره کړې ده
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې وزارت سرپرست، نورالدین عزیزی، د کسبهکارانو او پیشهورانو د خونې له مسئولانو او د بېلابېلو صنفي اتحادیو له استازو سره د روژې په میاشت کې د اړینو توکو د بیو د کنټرول، د احتکار مخنیوي او د بازار د منظمې څارنې په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي
د بیو د لوړوالي د مخنیوي ټینګار
د وزارت د معلوماتو له مخې، په ناسته کې ټینګار شوی چې:
د لومړنیو خوراکي توکو لکه اوړو، وریجو، غوړیو، بورې او نورو اړینو موادو بیې باید لوړې نه شي؛
سوداګر او واردوونکي دې له احتکار او مصنوعي کمښت رامنځته کولو څخه ډډه وکړي؛
بازارونه دې په منظم ډول وڅارل شي څو د خلکو له اقتصادي ستونزو سره مرسته وشي
نورالدین عزیزی ویلي چې حکومت به د روژې په میاشت کې د بیو د ثبات لپاره جدي نظارت وکړي او هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې له مذهبي احساساتو او لوړې تقاضا څخه په ګټې اخیستنې بیې لوړې کړي
د خلکو اندېښنې؛ د پېر ځواک کمزوری شوی
سره له دې ژمنو، یو شمېر هېوادوال وايي چې په تېرو څو کلونو کې د کار فرصتونو کمښت، د عوایدو ټیټوالی او د ژوند د لګښتونو زیاتوالی د هغوی د پېر ځواک کمزوری کړی دی. هغوی ټینګار کوي چې یوازې ژمنې بسنه نه کوي، بلکې دوامداره، شفاف او عملي نظارت ته اړتیا ده
اقتصادي شنونکي باور لري چې د روژې په میاشت کې د تقاضا لوړېدل طبیعي خبره ده، خو که د عرضې او تقاضا توازن وساتل شي او واردات په منظم ډول ترسره شي، نو د بیو ناڅاپي لوړوالی مخنیوی کېدای شي
د کافي موجودۍ ډاډ
بل لور ته، د سوداګرو د اتحادیې استازي شیرینآغا سخی ویلي چې په هېواد کې د لومړنیو موادو کافي موجودي شته او تمه نه کېږي چې د روژې په میاشت کې دې د بیو د پام وړ لوړوالی رامنځته شي. نوموړي زیاته کړې چې سوداګر به د خلکو له اړتیاوو سره سم توکي بازار ته وړاندې کړي او د همکارۍ فضابه وساتي

اړتیا د عملي ګامونو او حسابورکولو
کارپوهان ټینګار کوي چې د بیو د کنټرول تر څنګ باید:
د بازارونو د څارنې لپاره ځانګړې کمېټې فعاله وساتل شي؛
د سرغړونکو پر وړاندې قانوني اقدامات وشي؛
د عامو خلکو لپاره د شکایت ثبتولو روښانه میکانېزم رامنځته شي
روژه، چې د مسلمانانو لپاره د عبادت، زغم او همدردۍ میاشت ده، هر کال له اقتصادي پلوه هم ځانګړې ننګونې له ځان سره لري. خلک هیله لري چې سږ کال به د بازارونو ثبات وساتل شي او کورنۍ به وکولای شي د ارام او ډاډ په فضا کې خپلې اړتیاوې پوره کړي