راپورونه ښيي چې د عامې روغتیا وزارت یو شمېر لوړپوړي چارواکي د فساد په قضیه کې نیول شوي او د وزیر زوی هم په رشوت اخیستو تورن دی. ویل کېږي چې د درملو شرکتونو ته د پیسو په بدل کې د بېکیفیته درملو د تولید او د بیو د نه کنټرول اجازه ورکړل شوې، چې د خلکو روغتیا ته جدي ګواښ بلل کېږي.
بریا نیوز( چهارشنبه، ١٩ حمل ١٤٠٥)
په دې وروستیو کې د طالبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتیا وزارت کې د پراخ اداري فساد په اړه جدي راپورونه خپاره شوي دي، چې د دې وزارت فعالیتونه او شفافیت تر پوښتنې لاندې راولي. د راپورونو له مخې، د دې وزارت یو شمېر لوړپوړي چارواکي په فساد کې ښکېل بلل شوي دي.
د معلوماتو له مخې، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو مدیر عبدالصمد بشري او حقوقي مشاور عمران سادات له تېرو دوو میاشتو راهیسې په زندان کې دي. همدارنګه، د معالجوي طب رئیس وحدت الکوزي، د دفتر رئیس شیخ محمد طاهر حلیم او د بشري منابعو رئیس عرفانالله کریمي د ضمانت په بدل کې خوشې شوي دي.
راپورونه زیاتوي چې د دې وزارت د وزیر نور جلال جلالي زوی هم په دې قضیه کې ښکېل بلل کېږي، چې ګواکې له درملو له شرکتونو څخه یې شاوخوا ۶۰ زره امریکايي ډالر او یو شمېر موټرونه د رشوت په توګه ترلاسه کړي دي. ویل کېږي چې د دې قضیې له افشا کېدو وروسته نوموړی نامعلوم ځای ته تښتېدلی دی.
د راپورونو له مخې، د طالبانو د استخباراتو ادارې د وزیر پر کور چاپه هم وهلې ده، څو د هغه زوی او نور نږدې کسان چې په دې قضیه کې ښکېل بلل کېږي، ونیسي.
سربېره پر دې، راپورونه څرګندوي چې ځینو درمل جوړونکو شرکتونو ته د رشوت په بدل کې دا اجازه ورکول کېده چې بېکیفیته درمل تولید کړي او بازار ته یې وړاندې کړي. همدارنګه ویل کېږي چې د درملو پر بیو لازم کنټرول نه کېده او ځینې شرکتونه په خپل سر لوړ قیمتونه ټاکل، چې دا کار د عامو خلکو لپاره د درملو ترلاسه کول لا ستونزمن کړي دي.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې دا ډول فساد نه یوازې اداري ستونزه ده، بلکې د خلکو د روغتیا لپاره جدي ګواښ هم بلل کېږي، ځکه بېکیفیته درمل کولای شي د ناروغانو ژوند له خطر سره مخ کړي. د راپورونو له مخې، د دې وضعیت دوام کولی شي د عامې روغتیا پر سیستم د خلکو باور نور هم کمزوری کړي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?