نیویارک — د هرمز تنګي پرېکړه ناکامه شوه؛ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک د وېټو ښکار شو
نیویارک — د هرمز تنګي پرېکړه ناکامه شوه؛ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک د وېټو ښکار شو
بریا نیوز( چهارشنبه، ١٩ حمل ١٤٠٥)
نیویارک — د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سېشنبې په ورځ ونه توانېده چې د هرمز تنګی کې د ازاد سمندري تګ راتګ د تضمین په اړه یو مهم پرېکړه لیک تصویب کړي
د راپورونو له مخې، دغه وړاندیز که څه هم د شورا د ډېری غړو ملاتړ ترلاسه کړ، خو د روسیه او چین له خوا د وېټو له امله ناکام شو. یاد دواړه هېوادونه، چې د امنیت شورا دایمي غړي دي، د خپلې ځانګړې واکمنۍ په کارولو سره یې د پرېکړه لیک مخه ونیوله
د رایو د پایلو له مخې، دغه طرحه ۱۱ مثبتې رایې ترلاسه کړې، چې دا د تصویب لپاره قوي ملاتړ بلل کېده، خو د وېټو له امله یې قانوني بڼه خپله نه کړه. شنونکي وایي چې دا حالت یو ځل بیا د امنیت شورا د سیاسي اختلافاتو څرګندونه کوي
د دې پرېکړه لیک موخه دا وه چې د هرمز تنګي له لارې د بېړیو ازاد او خوندي تګ راتګ یقیني کړي، ځکه دا لاره د نړۍ د انرژۍ د لېږد له مهمو مسیرونو څخه ده
د وروستیو تاوتریخوالو له امله، د دې سیمې امنیت نړیواله اندېښنه ګرځېدلې ده
کارپوهان باور لري چې د روسیه او چین وېټو ښيي چې د لویو قدرتونو ترمنځ سیاسي اختلافات لا هم ژور دي، او دا ډول اختلافات کولی شي د نړیوالو مهمو پرېکړو مخه ونیسي
په ټوله کې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دې پرېکړه لیک ناکامي ښيي چې که څه هم نړیواله ټولنه د هرمز تنګي د امنیت په اړه اندېښنه لري، خو د ګډو پرېکړو ته رسېدل لا هم له ستونزو ډک دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?