د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۵۲۰ میلیونه ډالرو سوداګریز تړونونه؛ اقتصادي اړیکې نوې مرحلې ته داخلې شوې
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۵۲۰ میلیونه ډالرو سوداګریز تړونونه؛ اقتصادي اړیکې نوې مرحلې ته داخلې شوې
بریانیوز:(دوشنبه،۲۴ حمل۱۴۰۵)
په کابل کې د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکتور ترمنځ د سوداګریز تواصل په یوه مهمه ناسته کې، د دواړو هېوادونو سوداګرو د همکاریو د پراختیا لپاره ۳۸ تفاهم لیکونه لاسلیک کړل، چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا ۵۲۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي
د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، له دې جملې څخه ۳۰۰ میلیونه ډالر د پانګونې په برخه کې، ۱۵۰ میلیونه ډالر د وارداتو لپاره، او ۷۰ میلیونه ډالر د صادراتو په برخه کې ځانګړي شوي دي. دا تړونونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د دغې ناستې پر مهال وویل چې د کابل او تاشکند ترمنځ اقتصادي اړیکې په چټک ډول پراخې شوې دي. د هغه په وینا، تر دې دمه د دواړو هېوادونو ترمنځ د یو میلیارد ډالرو څخه په زیاته کچه تړونونه لاسلیک شوي، چې دا د اقتصادي باور او همکارۍ د زیاتوالي څرګندونه کوي
عزیزی زیاته کړه چې افغانستان د ازبکستان د تولیداتو لپاره یو پراخ بازار دی، او په ورته وخت کې افغانستان هم د صادراتو لپاره مهم ظرفیتونه لري. هغه ټینګار وکړ چې پانګونه باید د ګډو مشارکتونو پر بنسټ ترسره شي او حکومت د کورنیو او بهرنیو پانګونو بشپړ ملاتړ کوي
بلخوا، د د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه اعلان کړی چې په تېرو شپږو میاشتو کې د کابل او تاشکند ترمنځ سوداګریزې اړیکې د پام وړ پیاوړې شوې دي. د دې ادارې په وینا، په دې موده کې د ۱.۴ میلیارده ډالرو په ارزښت تفاهملیکونه لاسلیک شوي چې یو شمېر یې عملي پړاو ته داخل شوي دي. همداراز، د دواړو هېوادونو ترمنځ کلنی سوداګریز حجم نږدې ۱.۵ میلیارده ډالرو ته رسېدلی دی
له بلې خوا، د ازبکستان د اندیجان ولایت والي شهرت بیک عبدالرحمانوف ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ورځ تر بلې ښه کېږي، او ازبک سوداګر چمتو دي چې خپلې تجربې له افغان سوداګرو سره شریکې کړي
همداراز، د ازبکستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر دوران وهابوف ویلي چې ازبک پانګوال په بېلابېلو برخو لکه چرګانو روزنه، نساجي، خوراکي مواد، د فرنیچر تولید، چرمي بوټان، برېښنايي پروژې، درمل جوړونه او ساختماني سکتور کې پانګونې ته لېوالتیا لري. هغه هیله څرګنده کړه چې د خصوصي سکتور ترمنځ همکاري به لا نوره هم پراخه شي
په همدې حال کې، ځایي چارواکو له ازبک سوداګرو غوښتي چې په ننګرهار ولایت کې هم پانګونه وکړي او ډاډ یې ورکړی چې هلته د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه او اسانتیاوې برابرې دي
کارپوهان باور لري چې دا ډول اقتصادي ناستې نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پیاوړې کوي، بلکې د سیمې اقتصادي ثبات او پرمختګ ته هم مهمه ونډه ورکولی شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?