news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

چین په سین‌ کیانګ کې نوی اداري واحد جوړ کړ؛ د سرحدي امنیت د پیاوړتیا هڅه

چین په سین‌ کیانګ کې نوی اداري واحد جوړ کړ؛ د سرحدي امنیت د پیاوړتیا هڅه

چین په سین‌ کیانګ کې نوی اداري واحد جوړ کړ؛ د سرحدي امنیت د پیاوړتیا هڅه

بریانیوز:(دوشنبه،۲۴ حمل۱۴۰۵)

چین اعلان کړی چې د خپل لوېدیځ ولایت سین‌کیانګ کې یې یو نوی اداري واحد د «سن‌لینګ» په نوم جوړ کړی دی؛ هغه سیمه چې د افغانستان او د کشمیر له هغې برخې سره نږدې پرته ده چې د پاکستان تر کنټرول لاندې ده او له ستراتیژیک پلوه خورا مهمه بلل کېږي

د راپورونو له مخې، دغه نوی اداري واحد د قراقروم غرونه ته نږدې او د واخان دهلېز په امتداد کې موقعیت لري. دا تنګ دهلېز چین له افغانستان سره نښلوي او د اوږدې مودې راهیسې د امنیتي پلوه حساسه سیمه ګڼل کېږي، ځکه چې د تګ راتګ محدودې لارې لري او د سرحدي څار لپاره ځانګړې پاملرنې ته اړتیا ده

چینایي چارواکو ویلي چې د دې اداري واحد د جوړولو اساسي هدف د سرحدونو کنټرول پیاوړی کول او د هغو احتمالي وسلوالو ډلو د نفوذ مخنیوی دی، چې بیجینګ یې د خپل ملي امنیت لپاره ګواښ بولي. د چارواکو په وینا، دا په تېرو څه باندې یو کال کې درېیم نوی اداري جوړښت دی چې په سین‌کیانګ کې رامنځته کېږي

د امنیتي اندېښنو له جملې څخه یوه هم د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ فعالیتونه دي، چې چین یې د بېلتون‌پالنې او افراطي تګلارو له امله جدي خطر ګڼي. بیجینګ باور لري چې دا ډول ډلې هڅه کوي له سرحدي لارو استفاده وکړي او د چین خاورې ته ننوځي

د سین‌کیانګ سیمه‌ییز حکومت ویلي چې دا نوی اداري واحد د مارچ په ۲۶مه رسمي جوړ شوی او ټاکل شوې چې د کاشغر ښار تر ادارې لاندې فعالیت وکړي. کاشغر یو تاریخي ښار دی چې د چین او منځنۍ اسیا ترمنځ د سوداګرۍ او تګ راتګ یو مهم مرکز بلل کېږي

کارپوهان وایي، دا اقدام ښيي چې چین په وروستیو کلونو کې د خپلو سرحدي سیمو امنیت ته ځانګړې پاملرنه کوي او غواړي هلته حکومتي جوړښتونه پیاوړي کړي. په ځانګړي ډول، هغه سیمې چې له قومي حساسیتونو او فرامرزي ګواښونو سره مخ دي، د بیجینګ د امنیتي ستراتیژۍ په لومړیتوبونو کې شاملې شوې دي

ځینې شنونکي په دې باور دي چې د دې ډول اداري واحدونو رامنځته کول نه یوازې امنیتي موخې لري، بلکې د اقتصادي او بنسټیزو پروژو د پراختیا لپاره هم زمینه برابروي، څو دغه لرې پرتې سیمې د هېواد له مرکزي نظام سره لا ډېرې ونښلول شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto