استرالیا: استرالیا پخوانی سرتېری د بن رابرتز-اسمېت پر وړاندې د جګړه ییزو جنایتونو ادعاوې تایید کړې
استرالیا: استرالیا پخوانی سرتېری د بن رابرتز-اسمېت پر وړاندې د جګړه ییزو جنایتونو ادعاوې تایید کړې
بریانیوز:(دوشنبه،۲۴ حمل۱۴۰۵)
یو پخواني سرتېري د استرالیا ځواکونو، چې په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې وه، تایید کړې چې بن رابرتز-اسمېت د خپل ماموریت پر مهال په جګړهییزو جنایتونو کې ښکېل و
دغه سرتېری، چې د امنیتي دلایلو له مخې یې د خپل هویت له افشا کولو ډډه کړې، د یوې استرالیایي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې د پوځ اصلي ماموریت د بېګناه خلکو وژل نه دي. هغه زیاته کړې چې سرتېري د دې لپاره نه استول کېږي چې ملکي وګړي هدف وګرځوي، بلکې د امنیت ټینګښت او د ګواښونو مخنیوی د هغوی اساسي دنده ده
د نوموړي په وینا، هغه څه چې په افغانستان کې پېښ شوي، له پوځي اصولو او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده. هغه ټینګار کړی چې دا ډول کړنې نه یوازې د پوځ حیثیت زیانمنوي، بلکې د جګړې له اصولو سره هم په ټکر کې دي
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې بن رابرتز-اسمېت، چې د استرالیا یو پخوانی مشهور سرتېری و، مخکې له دې د افغانستان په جګړه کې د “جګړهییزو جنایتونو” په تور محکوم شوی دی. دغه قضیه په استرالیا کې له جنجالي او بحث پارونکو دوسیو څخه ګڼل کېږي او د پوځ پر فعالیتونو یې پراخې پوښتنې راپورته کړې دي
حقوقي او پوځي کارپوهان وايي چې د دې ډول قضیو څرګندېدل د دې اړتیا په ګوته کوي چې د جګړو پر مهال د نړیوالو بشري قوانینو رعایت ته جدي پاملرنه وشي. هغوی ټینګار کوي چې هر هغه څوک چې په جګړهییزو جنایتونو کې ښکېل وي، باید د قانون منګولو ته وسپارل شي، څو عدالت تأمین او د ورته پېښو مخه ونیول شي
په ټوله کې، دا تازه څرګندونې د افغانستان د جګړې د تیارو اړخونو یو بل انځور وړاندې کوي او ښيي چې لا هم د دې جګړې ډېرې ناڅرګندې کیسې د افشا کېدو په حال کې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?