یونیسف: په افغانستان کې میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري
بریا نیوز:(چهارشنبه، ۲۶ حمل ۱۴۰۵)
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۶ میلادي کال په ترڅ کې به په افغانستان کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري، چې دا د هېواد نږدې نیمايي نفوس جوړوي
د راپور له مخې، له دې شمېرې څخه ۱۱.۶ میلیونه ماشومان دي، چې د بېلابېلو بشري مرستو اړتیا لري. یونیسف ټینګار کړی چې ماشومان د روان بشري بحران تر ټولو زیانمنه قشر دی او بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري
دغه سازمان همدارنګه خبرداری ورکړی، چې په روان کال کې به شاوخوا ۹۴۲ زره ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، د شدیدې خوارځواکۍ (سوء تغذیې) له امله درملنې ته اړتیا پیدا کړي. دا وضعیت د هېواد د روغتیايي نظام لپاره یوه جدي ننګونه بلل شوې ده
یونیسف زیاته کړې، چې د ۲۰۲۶ کال لپاره اټکل کېږي شاوخوا ۱۴.۴ میلیونه کسان په افغانستان کې بشري روغتیايي خدماتو ته اړتیا ولري. دا په داسې حال کې ده چې په ډېرو سیمو کې روغتیايي اسانتیاوې محدودې دي او خلکو ته د لاسرسي ستونزې شته
د دې تر څنګ، یونیسف ویلي چې د خپلو بشري پروګرامونو د پلي کولو لپاره په ۲۰۲۶ کال کې له ۹۴۹ میلیونه ډالرو څخه زیاتو مالي سرچینو ته اړتیا لري. دغه سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د بشري وضعیت د ښه کېدو لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي
کارپوهان باور لري، که لازمې مالي مرستې برابرې نه شي، نو په افغانستان کې به د ماشومانو او زیانمنو کورنیو وضعیت نور هم خراب شي او بشري بحران به لا پسې ژور شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?