ګوټرېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري، د خبرو اترو بیا پیل دې وشي
بریا نیوز:(چهارشنبه، ۲۶ حمل ۱۴۰۵)
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو گوترش یو ځل بیا ټینګار کړی چې د منځني ختیځ روان کړکېچ د زور او پوځي لارو له لارې نه شي حل کېدای، او یوازینۍ اغېزمنه لاره د سیاسي او ډیپلوماټیکو خبرو اترو دوام دی
ګوټرېش دا څرګندونې په خپله د (پخواني ټویټر) له لارې خپرې کړې دي، چې پکې یې د امریکا او ایران ترمنځ د جدي او ماناداره خبرو د بیا پیل غوښتنه کړې ده. هغه ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقیم او دوامدار تعامل کولی شي د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي او د باور فضا رامنځته کړي
د ملګرو ملتونو سرمنشي همدارنګه د وروستي اوربند پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دا اوربند باید په کلکه وساتل شي او که اړتیا وي، نو موده یې وغځول شي. د هغه په وینا، اوربند د دې فرصت برابروي چې ښکېلې خواوې د جګړې پر ځای د خبرو لاره خپله کړي او د کړکېچ د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي
ګوټرېش زیاته کړې، چې د نړیوالو قوانینو رعایت، په ځانګړي ډول د سمندري تګ راتګ ازادي، باید د ټولو خواوو له لوري تضمین شي. هغه په ځانګړي ډول د هرمزتنگه یادونه کړې، چې د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او هر ډول ګډوډي پکې کولی شي د نړیوال اقتصاد او انرژۍ پر بازارونو پراخ اغېز وکړي
هغه خبرداری ورکړی چې د تاوتریخوالي زیاتوالی نه یوازې د سیمې امنیت ګواښي، بلکې نړیوال ثبات هم له خطر سره مخ کوي. نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د شخړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره ګډ او همغږي اقدامات وکړي
سیاسي شنونکي په دې باور دي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي دا څرګندونې په داسې حساس وخت کې کېږي چې سیمه له زیاتېدونکو فشارونو سره مخ ده، او هر ډول پوځي اقدام کولی شي وضعیت لا پسې پېچلی کړي. د دوی په وینا، که د خبرو اترو بهیر ژر تر ژره بیا پیل نه شي، نو د اوږدمهاله بې ثباتۍ خطر به نور هم زیات شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?