د امریکا مرستیال ولسمشر: له ایران سره اوربند دوام لري، خو ژوره بېباوري لا هم ستر خنډ دی
بریا نیوز:(چهارشنبه، ۲۶ حمل ۱۴۰۵)
د امریکا د مرستیال ولسمشر جیدی ونس ویلي، چې د امریکا او ایران ترمنځ دوه اوونیز اوربند، سره له دې چې نازک او شکننده بلل کېږي، لا هم پر خپل ځای پاتې دی او شاوخوا یوه اوونۍ نور وخت ورته پاتې دی
ونس په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د اوربند ساتل یو مهم پرمختګ دی، خو ټینګار یې کړی چې وضعیت لا هم حساس دی او هره شېبه د تاوتریخوالي د بیا پیل امکان شته. د هغه په وینا، دواړه هېوادونه هڅه کوي چې د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي، خو دا بهیر د احتیاط او دقیقو ډیپلوماټیکو هڅو ته اړتیا لري
هغه همدارنګه زیاته کړې، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ ژوره بېباوري موجوده ده، چې د کلونو سیاسي اختلافاتو، بندیزونو او شخړو پایله ده. ونس وویل، دا ډول بېباوري په لنډ وخت کې له منځه نه ځي او د باور د بیا جوړولو لپاره باید اوږدمهاله او دوامدارې خبرې وشي
د رویترز د راپور له مخې، ونس څرګنده کړې چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې اترې ښايي په راتلونکو دوو ورځو کې یو ځل بیا په پاکستان کې له سره پیل شي. هغه دا خبرې د سولې لپاره یو مهم فرصت بللی او هیله یې څرګنده کړې چې دواړه لوري به پکې عملي پرمختګ وکړي
ونس ټینګار کړی، چې که څه هم د خبرو بیا پیل یو مثبت ګام دی، خو لا هم د دواړو خواوو ترمنځ د اختلافاتو حل اسانه نه دی. هغه ویلي چې هر ډول احتمالي هوکړه باید د دواړو هېوادونو امنیتي، سیاسي او اقتصادي اندېښنې په نظر کې ونیسي، تر څو دوامداره سوله تضمین شي
په همدې حال کې، سیاسي شنونکي باور لري چې د اوربند دوام او د مذاکراتو بیا پیل کولی شي د سیمې د ثبات لپاره مهم رول ولوبوي. خو دوی خبرداری ورکوي، که چیرې خبرې له ناکامۍ سره مخ شي، نو امکان لري چې تاوتریخوالی یو ځل بیا زیات شي او وضعیت لا پسې خراب شي
د یادونې وړ ده، چې نړیواله ټولنه هم له نږدې دا پرمختګونه څاري او هڅه کوي چې د ډیپلوماسۍ له لارې د شخړې د سوله ییز حل ملاتړ وکړي، څو د یوې پراخې جګړې مخه ونیول شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?