د افغان ځوانانو لپاره د هیلو نوې کړکۍ؛ جاپان د ۲۰۲۷ کال «مِکست» بورسونه اعلان کړل
بریا نیوز (دوشنبه،۲۱ثور ۱۴۰۵)
د جاپان سفارت له لوري اعلان شوی، چې د ۲۰۲۷ کال لپاره د «مِکست» نړیوال تحصیلي بورسونه د افغان محصلانو پر مخ پرانیستل شوي دي
دغه بورسونه هغو زدهکړیالانو ته ځانګړي شوي چې غواړي د جاپان په معتبره پوهنتونونو کې د لوړو زدهکړو او څېړنیزو پروګرامونو برخه وګرځي
د جاپان سفارت ویلي، دا پروګرام به افغان محصلانو ته زمینه برابره کړي چې د نړۍ له پرمختللو علمي او څېړنیزو مرکزونو سره وصل شي او په بېلابېلو علمي څانګو کې خپلې وړتیاوې لوړې کړي. د یاد بورس له لارې زدهکړیالان کولی شي د ماسټرۍ او څېړنیزو زدهکړو په برخو کې د جاپان له علمي امکاناتو او پرمختللې ټکنالوژۍ ګټه واخلي
د معلوماتو له مخې، په دې بورسونو کې به بریالي کسان نه یوازې وړیا زدهکړې ترلاسه کړي، بلکې د استوګنې، تحصیلي لګښتونو او نورو اړینو اسانتیاوو برخه کې به هم ملاتړ ورسره وشي
د جاپان حکومت له کلونو راهیسې د افغان ځوانانو د علمي ودې او ظرفیت لوړونې په موخه ورته بورسونه برابروي
د لوړو زدهکړو ګڼ شمېر مینهوال باور لري چې دغه ډول نړیوال بورسونه د افغان ځوانانو لپاره د روښانه راتلونکي، عصري پوهې او نړیوالو تجربو د ترلاسه کولو مهم فرصتونه دي
د دوی په وینا، په اوسنیو سختو شرایطو کې د بهرنیو علمي پروګرامونو دوام کولی شي زرګونو بااستعداده افغانانو ته د پرمختګ نوې لارې پرانیزي
د جاپان سفارت له ټولو شرایطو برابرو افغان محصلانو غوښتي چې د غوښتنلیکونو د سپارلو لپاره ټاکلې نېټې او شرایط په دقت وڅاري او له شته فرصته ګټه واخلي
شنونکي وایي، جاپان د نړۍ له هغو هېوادونو شمېرل کېږي چې د علم، څېړنې او نوښت په ډګر کې ځانګړی مقام لري او هلته زدهکړې د افغان ځوانانو لپاره ستره علمي لاسته راوړنه ګڼل کېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?