د خليج اقتصاد د کړکېچ تر سیوري لاندې؛ د ایران جګړې د قطر ګاز او د دوبۍ ګرځندوی تهلوی ګوزار ورکړی
د خليج اقتصاد د کړکېچ تر سیوري لاندې؛ د ایران جګړې د قطر ګاز او د دوبۍ ګرځندوی ته لوی ګوزار ورکړی
بریا نیوز (دوشنبه،۲۱ثور ۱۴۰۵)
د ایران جګړې د منځني ختیځ د اقتصادي توازن انځور بدل کړی او د خليج هېوادونو د پرمختګ پر ستنو یې سخت سیوری غوړولی دی، له انرژۍ بازارونو نیولې تر ګرځندوی او پانګونې پورې هره برخه له نوو ننګونو سره مخ شوې ده
اقتصادي راپورونه ښيي چې د قطر د طبیعي ګازو سکتور، چې د نړۍ له مهمو انرژۍ سرچینو څخه ګڼل کېږي، د جګړې له امله له فشار سره مخ شوی دی. د هرمز تنګي په شاوخوا کې ناامنۍ او د لېږد د لارو اندېښنو د مایع ګازو صادرات اغېزمن کړي، چې له امله یې نړیوالو بازارونو کې د انرژۍ د بیو نوسان زیات شوی دی
په همدې حال کې دوبۍ، چې د نړۍ د ګرځندوی او سوداګرۍ له مهمو مرکزونو څخه شمېرل کېږي، د جګړې د روانو حالاتو له امله د سیلانیانو د شمېر په کمېدو او د هوټلونو او هوایي سفرونو په سکتور کې له ښکاره کمښت سره مخ شوې ده. د نړیوالو سیلانیانو د سفر پلانونه د امنیتي اندېښنو او سیمهییزو ناندریو له امله اغېزمن شوي دي
اقتصادي شنونکي وایي، د خليج هېوادونو هغه ستر پلانونه چې د نفتو له اقتصاد څخه د تنوع پر لور روان وو، اوس له جدي ازموینې سره مخ دي. د پانګونې بازارونه هم د بې باورۍ فضا احساسوي، او نړیوال پانګوال د احتیاط سیاست غوره کوي
سره له دې، سعودي عربستان د خپلو بدیلو صادراتي لارو له امله تر یوه بریده د انرژۍ په برخه کې خپل ثبات ساتلی، خو د ټولې سیمې عمومي اقتصادي فضا لا هم نازکه بلل کېږي
کارپوهان خبرداری ورکوي، که جګړه اوږده شي، نو د خليج هېوادونو د اقتصادي ودې سرعت به ورو شي، د ګرځندوی سکتور به لا ډېر زیان وویني، او د انرژۍ نړیوال بازار به له دوامداره بېثباتۍ سره مخ شي
په ټوله کې، د ایران جګړې نه یوازې سیاسي کړکېچ رامنځته کړی، بلکې د خليج د اقتصادي راتلونکي پر نقشه یې هم ژورې پوښتنې راپورته کړې دي، داسې چې د سیمې د پرمختګ مسیر یې له نوې او نازکې مرحلې سره مخ کړی دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?