د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره نوې هڅې؛ د ملګرو ملتونو او عامې روغتیا وزارت پر ګډو همکاریو ټینګار
د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره نوې هڅې؛ د ملګرو ملتونو او عامې روغتیا وزارت پر ګډو همکاریو ټینګار
بریا نیوز (دوشنبه،۲۱ثور ۱۴۰۵)
د عامې روغتیا وزارت وایي، د دغه وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال عبدالولي حقاني د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له مسئولانو سره د ایډز، نري رنځ او ملاریا ناروغیو پر ضد د مبارزې د پروګرامونو د ملاتړ په اړه لیدنه او خبرې کړې دي
د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې دواړو لورو د روغتیايي پروګرامونو د کارکوونکو د فعالیتونو، د همکاریو د دوام او د دغو ناروغیو د ناروغانو لپاره د اړینو درملو د برابرولو په اړه هر اړخیز بحث او د نظر تبادله کړې ده
عبدالولي حقاني د ملګرو ملتونو د همکاریو رول د افغانستان د روغتیايي نظام د پیاوړتیا لپاره مهم بللی او ټینګار یې کړی، چې د روغتیايي کارکوونکو ملاتړ او د حیاتي درملو برابرول باید دوام ومومي
بل لور ته د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مسئولانو هم ډاډ ورکړی، چې د درملو د برابرولو او روغتیايي پروګرامونو د ملاتړ په برخه کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. هغوی د هېواد د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره خپله ژمنتیا یو ځل بیا تازه کړې ده
روغتیايي کارپوهان وایي، د نړیوالو بنسټونو دوامداره ملاتړ کولی شي د ایډز، نري رنځ او ملاریا په څېر خطرناکو ناروغیو د مخنیوي او درملنې بهیر لا اغېزمن کړي او زرګونو ناروغانو ته د ژوند نوې هیلې وروبښي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1667
-
اخبار افغانستان
724
-
مقاله
294
-
سیاست
80
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl