news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ټرمپ او نتنیاهو: د ایران جګړه لا نه ده پای ته رسېدلې

ټرمپ او نتنیاهو: د ایران جګړه لا نه ده پای ته رسېدلې

ټرمپ او نتنیاهو: د ایران جګړه لا نه ده پای ته رسېدلې

  بریا نیوز (دوشنبه،۲۱ثور ۱۴۰۵)

د امریکا ولسمشر ټرمپ او د اسرائیلو لومړی وزیر نتنیاهو ویلي، د ایران پر ضد جګړه لا بشپړه شوې نه ده او د اړتیا په صورت کې د پوځي اقدام امکان شته

دواړو مشرانو د یکشنبې ورځې په جلا جلا مرکو کې ویلي، که ایران خپل اټومي فعالیتونه او سیمه‌ ییز سیاست بدل نه کړي، نو وضعیت ښايي یو ځل بیا د جګړې پر لور ولاړ شي

دا په داسې حال کې ده چې د ټرمپ ادارې تېره اوونۍ اعلان کړی و، چې جګړه تر ډېره خپل هدف ته رسېدلې او اصلي عملیات پای ته رسېدلي دي

ټرمپ ویلي، ایران د امریکا د سولې او مذاکراتو وروستۍ طرحې ته ځواب ورکړی، خو دغه ځواب یې «په بشپړه توګه د منلو وړ نه دی». نوموړي پر ایران تور پورې کړی، چې له کلونو راهیسې د مذاکراتو او نړیوالو هوکړو په برخه کې د وخت ضایع کولو سیاست پر مخ وړي

بل لور ته نتنیاهو ویلي، اسرائیل به اجازه ور نه کړي چې ایران د اټومي وسلو جوړولو ته ورسېږي او که اړتیا پېښه شي، نور اقدامات به هم ترسره شي

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د سیمې امنیتي وضعیت لا هم نازک بلل کېږي او نړیوالې اندېښنې شته چې د واشنګټن، تهران او تل ابیب ترمنځ کړکېچ یو ځل بیا پراخې جګړې ته لار هواره نه کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto