news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

بلال سروري: د ښځو پر وړاندې محدودیتونه د افغانانو عزت او وقار زیانمنوي

بلال سروري: د ښځو پر وړاندې محدودیتونه د افغانانو عزت او وقار زیانمنوي

افغان خبریال او لیکوال بلال سروري وایي، د افغان ښځو سپکاوی او محدودول د افغانانو له عزت او وقار سره تړلې موضوع ده او د خلکو لپاره د منلو وړ نه ده.

بریانیوز- یکشنبه ٢٤ جوز ١٤٠٥

بلال سروري د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د وروستیو اقداماتو په اړه ویلي چې د دغو کړنو له امله د افغانانو د عزت، وقار او ناموس احساس ته جدي زیان رسېدلی دی.

نوموړي په یوه څرګندونه کې ټینګار کړی چې په افغان ټولنه کې د ښځو سپکاوی، نیول او زنداني کول د خلکو لپاره د منلو وړ نه دي، ځکه دا موضوع د افغانانو له عزت او ټولنیزو ارزښتونو سره نېغ تړاو لري.

سروري ویلي چې طالبانو د خلکو غوښتنو او اندېښنو ته پام نه دی کړی، بلکې داسې وضعیت یې رامنځته کړی چې ډېری افغانان په خپل هېواد کې د بې وسۍ او ناهیلۍ احساس کوي.

هغه پر طالبانو نیوکه کړې چې د کار، زده کړو او فردي ازادیو په څېر اساسي غوښتنو ته یې مناسب ځواب نه دی ورکړی او پر ځای یې د محدودیتونو او فشارونو سیاست غوره کړی دی.

د نوموړي په وینا، تاریخ ښيي چې هغه واکمنۍ چې پر زور، انحصار او د خلکو له ارادې پرته ولاړې وي، دوام نه شي موندلی او بالاخره د ولس او تاریخ له قضاوت سره مخامخ کېږي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوې دي چې ګڼ شمېر افغانانو د طالبانو د وروستیو تګلارو او کړنو پر ضد خپل اعتراض او مخالفت څرګند کړی او د دغو اعتراضونو د پراخېدو غوښتنه یې کړې ده.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto