news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د کابل اوسېدونکی: د پور د پیسو دوسیه مې له دوه نیمو کلونو راهیسې په محکمه کې نه ده اورېدل شوې

د کابل اوسېدونکی: د پور د پیسو دوسیه مې له دوه نیمو کلونو راهیسې په محکمه کې نه ده اورېدل شوې

د کابل اوسېدونکي شېرعلي ظريفي ویلي، چې د پور د پیسو د ترلاسه کولو لپاره یې د طالبانو محکمې ته عریضه کړې، خو له دوه نیمو کلونو راهیسې یې دوسیه لا هم نه ده اورېدل شوې.

بریانیوز- یکشنبه ٢٤ جوزا ١٤٠٥

نوموړی زیاتوي، په دې اړه یې د طالبانو سترې محکمې ته هم شکایت وکړ، خو ورته وویل شول: «خپل نوبت ته منتظر اوسئ.»

شېرعلي ظريفي په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې دوه نیم کاله وړاندې یې د مدافع وکیل له لارې د کابل د بګرامیو محکمې ته د پور د پیسو د ترلاسه کولو لپاره عریضه وړاندې کړې وه. هغه وایي، څه موده مخکې یې د خپلې دوسیې د وضعیت په اړه پوښتنه وکړه، نو ورته وویل شول: «ستا د دوسیې نوبت ۲۵۰م دی. تر اوسه ۵۰ دوسیې اجرا شوې دي او ۲۰۰ نورې لا پاتې دي. یا انتظار وباسه او یا سترې محکمې ته عارض شه چې نوبت دې رامخکې کړي.»منتظر اوسئ».

د شېر علي ظریفي د عریضې وروسته برخه

هغه زیاتوي: «سترې محکمې ته مې عریضه وکړه او و مې ویل چې دا څه حالت دی؟ په څلورو کلونو کې یوازې پنځوس دوسیې اجرا شوې دي. زه به شپاړس کاله نور هم انتظار وباسم څو په ابتدایه محکمه کې مې نوبت راورسیږي، بیا به مرافعه او تمیز وي؛ یعنې عدالت عملاً تعطیل دی، د خلکو غم وخورئ.»

د نوموړي په وینا، له اوږد انتظار وروسته د طالبانو سترې محکمې یوازې دومره ځواب ورکړ: «تاسو خپل نوبت ته منتظر اوسئ.»

شېرعلي ظريفي ویلي: «زما د تجربې له مخې، که په یوه اداره کې چارواکو ته د کار د ترسره کېدو لپاره ورشې او کار دې درته وکړي، نو دا به احسان ګڼې؛ او که خنډونه درته جوړ کړي، وشړي دې او و دې رټي، بیا به هم هغه عدالت ګڼې، نظام ته به اسلامي وایې او په هر حال به شکر باسې.»

د یادونې وړ ده چې دا یوازې د یوه کابل مېشتي روایت دی او افغانستان انټرنشنل ـ پښتو یې په خپلواکه توګه نه دی تایید کړی.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto