news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

په دولتي ادارو کې د ځیرکو ټېلیفونونو پر کارولو سخت بندیز؛ د نوې پرېکړې راپورونه او د پراخو اغېزو اندېښنې

په دولتي ادارو کې د ځیرکو ټېلیفونونو پر کارولو سخت بندیز؛ د نوې پرېکړې راپورونه او د پراخو اغېزو اندېښنې

په دولتي ادارو کې د ځیرکو ټېلیفونونو پر کارولو سخت بندیز؛ د نوې پرېکړې راپورونه او د پراخو اغېزو اندېښنې

بریانیوز- یکشنبه ٢٤ جوز ١٤٠٥

د طالبانو تر واک لاندې له بېلابېلو دولتي ادارو څخه سرچینې وایي چې په رسمي دفترونو کې د ځیرکو ټېلیفونونو پر کارولو پراخ او سخت بندیز لګول شوی، او کارکوونکو ته جدي خبرداری ورکړل شوی چې د دې پرېکړې سرغړونه به له سختو انضباطي اقداماتو سره مخ شي

د راپورونو له مخې، په یو شمېر ادارو کې کارکوونکو ته ویل شوي چې د دغه بندیز د نه مراعت په صورت کې به نه یوازې له ادارې سره د حساب ورکونې تر فشار لاندې راځي، بلکې د ځیرکو ټېلیفونونو د ضبط او حتی د ماتولو احتمال هم شته. ځینې سرچینې دا اقدام د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده د شفاهي لارښوونې پر بنسټ عملي شوی بولي

په خوست ولایت کې بیا ځینې ښوونکي ادعا کوي چې د دوی ځیرک ټېلیفونونه د ادارې له لوري اخیستل شوي او په ځینو مواردو کې مات شوي هم دي. دوی زیاتوي چې له نورو کارکوونکو هم غوښتل شوي څو د “اطاعت او وفادارۍ” د څرګندولو په موخه خپل وسایل تسلیم یا له منځه یوسي

ورته مهال، یوې خپرې شوې غږیزې ثبت شوې وینا چې د بادغیس ولایت پورې تړاو لري، ښيي چې سیمه‌ییزو چارواکو ښوونکو او د پوهنې ریاست کارکوونکو ته امر کړی چې له دې وروسته دولتي دفترونو ته ځیرک ټېلیفونونه له ځان سره نه شي وړل کېدای. په دغه پیغام کې ټینګار شوی چې د کاري وخت پر مهال د دغو وسایلو کارول په بشپړ ډول منع اعلان شوي دي

په همدې غږیز پیغام کې ویل شوي چې د شنبې له ورځې وروسته د ځیرکو ټېلیفونونو کارول بند شوي، د عکسونو او ویډیوګانو اخیستل هم منع شوي، او کارکوونکي یوازې له عادي موبایلونو د اړیکو لپاره استفاده کولی شي

تر اوسه پورې د طالبانو له لوري د دغو راپورونو په اړه رسمي تایید یا رد نه دی شوی، خو دا موضوع په داسې وخت کې راپورته شوې چې ډیجیټلي وسایل او چټک معلوماتي لاسرسی د معاصرې ادارې او ښوونې له مهمو اړتیاوو ګڼل کېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto