کابل – میرویس عزیزي: د افغانستان بانکي نظام د نړۍ د مالي کارپوهانو لپاره د حیرانتیا وړ تجربه ده
میرویس عزیزي: د افغانستان بانکي نظام د نړۍ د مالي کارپوهانو لپاره د حیرانتیا وړ تجربه ده
بریانیوز- دوشنبه ٢۵ جوز ١٤٠٥
کابل – د افغانستان مخکښ سوداګر او پانګوال میرویس عزیزي د هېواد د بانکي سکټور اوسنی وضعیت د ستاینې وړ بللی او ویلي یې دي چې د افغانستان بانکونه د بې ساري ثبات، خوندیتوب او مالي نظم له امله د نړیوالو اقتصادي کړیو د پام وړ ګرځېدلي دي
نوموړي ویلي، افغانستان په داسې شرایطو کې د خپل بانکي نظام ثبات ساتلی چې ډېری هېوادونه د ورته سیاسي او اقتصادي بدلونونو پر مهال له سختو مالي بحرانونو، د بانکونو له سقوط او د پانګې له پراخې تېښتې سره مخ شوي دي. د هغه په وینا، د افغانستان مالي بنسټونو وکولای شول له سترو ننګونو سره سره خپل فعالیتونه خوندي وساتي او د خلکو باور له منځه ولاړ نه شي
عزیزي ټینګار کړی چې د بانکي سکټور پیاوړتیا د هر هېواد د اقتصادي ځواک او پرمختګ مهم بنسټ ګڼل کېږي. هغه ویلي، کله چې بانکونه باثباته او باوري وي، پانګوال په ډاډه زړه پانګونې ته مخه کوي، سوداګریز فعالیتونه پراخېږي او اقتصادي خوځښت لا چټکېږي
د نوموړي په خبره، د افغانستان د بانکي نظام اوسنی ثبات نه یوازې د هېواد لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه ده، بلکې د هغو هېوادونو لپاره هم د مطالعې وړ تجربه ده چې له اقتصادي او سیاسي بدلونونو سره مخ کېږي. هغه باور څرګند کړی چې د مالي سکټور دوامداره پیاوړتیا به د پانګونې د پراختیا، د کارموندنې د زیاتوالي او د اقتصادي ودې لپاره لا ډېر فرصتونه برابر کړي
اقتصادي شنونکي هم د بانکي نظام ثبات د اقتصادي پرمختګ له اساسي شرطونو څخه بولي او وایي، د خلکو مالي باور، د پانګې خونديتوب او د سوداګرۍ پراختیا تر ډېره د قوي او باثباته بانکي سکټور له شتون سره تړاو لري
د میرویس عزیزي دغه څرګندونې په داسې مهال مطرح کېږي چې د افغانستان اقتصادي سکټور د ودې او پانګونې د نویو فرصتونو د رامنځته کولو هڅې روانې دي او د هېواد د مالي بنسټونو ثبات د اقتصادي راتلونکي لپاره یو مهم ځواک بلل کېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?