محمود خان اڅکزی: افغانانو خپله ازادي په قربانیو ساتلې او تاریخي هویت یې نه شي له منځه تللی
بریانیوز- دوشنبه ٢۵ جوز ١٤٠٥
اسلاماباد – د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي وایي، افغان ملت د تاریخ په اوږدو کې د آزادۍ او خپلواکۍ د ساتنې لپاره سترې قربانۍ ورکړې دي او همدا مبارزې د دغه ملت د هویت او ویاړ مهمه برخه جوړوي
نوموړي د یوې غونډې پر مهال وویل، د افغانستان په اړه د بهرنیو سیلانیانو او تاریخپوهانو لیکنې ښيي چې افغانان د مېلمهپالنې، زړورتیا او لوړ انساني چلند له امله پېژندل شوي دي. د هغه په وینا، په دغو اثارو کې افغانان د تعصب او فرقهپالنې پر ځای د درناوي، ورورولۍ او ټولنیز یووالي د پلویانو په توګه یاد شوي دي
اڅکزي د «افغان» او «افغانستان» د نومونو په اړه د ځینو بحثونو په تړاو وویل، دا نومونه د یوه ملت د تاریخي شالید، تمدني میراث او ملي پېژندګلوۍ استازولي کوي. هغه پوښتنه وکړه چې ولې ځینې کسان له دغو تاریخي نومونو سره مخالفت څرګندوي، په داسې حال کې چې دا نومونه د تاریخ په ګڼو پاڼو کې ثبت او پېژندل شوي دي
هغه زیاته کړه، افغانانو د خپل تاریخ په بېلابېلو دورو کې د بهرنیو یرغلونو او واکمنیو پر وړاندې مقاومت کړی او خپله ازادي یې په مېړانه خوندي ساتلې ده
د نوموړي په باور، د آزادۍ دغه اوږد مزل د افغان ملت د نه ماتېدونکي عزم او ملي شعور څرګندونه کوي
د پښتون سیاست دغه مخکښ مشر همداراز وویل، افغانان او ترکان دواړه هغه ملتونه دي چې د خپلواکۍ د ساتنې لپاره یې تاریخي مبارزې کړې او د خپلو ارزښتونو د خوندیتوب لپاره یې درنې قربانۍ زغملې دي
اڅکزي ټینګار وکړ چې تاریخي واقعیتونه باید د علمي څېړنو او مستندو شواهدو پر بنسټ وڅېړل شي. د هغه په خبره، د تاریخ بیانول او د ملتونو د تېر ژوند یادونه باید د اختلاف لامل نه، بلکې د پوهاوي او متقابل درناوي سرچینه وګرځي
د نوموړي دغه څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د سیمې په سیاسي او فکري بحثونو کې د تاریخي هویت، ملي ارزښتونو او کلتوري میراث په اړه خبرې اترې لا هم تودې روانې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?