news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ټوکیو/کابل جاپان افغانستان کې د نوو پراختیايي پروژو او بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ

ټوکیو/کابل جاپان افغانستان کې د نوو پراختیايي پروژو او بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ

ټوکیو/کابل جاپان افغانستان کې د نوو پراختیايي پروژو او بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ

بریانیوز- دوشنبه ٢۵ جوز ١٤٠٥

کابل – د اقتصاد وزیر دین‌محمد حنیف په افغانستان کې د جاپان له سفیر کنیچي ماساموتو سره په لیدنه کې د اقتصادي همکاریو، بشري مرستو او پراختیايي پروګرامونو د پراخولو په اړه خبرې کړې دي

د جاپان سفیر په دې کتنه کې ویلي، هېواد یې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې افغانستان ته د ۵۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت بشري مرستې برابرې کړې دي. هغه زیاته کړې چې جاپان د افغانانو د ملاتړ او د بشري اړتیاوو د پوره کولو په موخه خپلو همکاریو ته دوام ورکوي

د نوموړي په وینا، د روان کال لپاره د ۳۵ میلیونو ډالرو په ارزښت د پراختیايي پروژو د پلي کېدو پلان هم چمتو شوی دی. هغه څرګنده کړه چې ۹.۳ میلیونه ډالره به د اوبو د سرچینو د سم مدیریت، د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د کمولو او په کابل ښار کې د څښاک اوبو د کمښت د ستونزې د راکمولو لپاره ولګول شي

بلخوا د اقتصاد وزیر دین‌محمد حنیف د جاپان له مرستو او همکاریو مننه وکړه او ویې ویل چې افغانستان لا هم د خوړو د نه خوندیتوب، بېوزلۍ او بېکارۍ له جدي ننګونو سره مخ دی. هغه ټینګار وکړ چې پراختیايي پروژې او دوامدارې اقتصادي مرستې د خلکو د ژوند د ښه والي او د اقتصادي ثبات د پیاوړتیا لپاره مهمې دي

حنیف همداراز د نړیوالو همکارانو د لا ډېرو همکاریو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د معیشتي ستونزو کمول، د کارموندنې فرصتونو زیاتول او د اقتصادي ودې ملاتړ د افغانستان له مهمو لومړیتوبونو څخه دي

دا په داسې حال کې ده چې جاپان په تېرو کلونو کې د افغانستان د بشري او پراختیايي ملاتړ له مهمو شریکانو څخه پاتې شوی او د بېلابېلو برخو د ودې لپاره یې لسګونه پروژې تمویل کړې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto