افغانستان د آسیا د کورش سیالیو کې درېیم برونزي مډال هم وګاټه
بریانیوز- دوشنبه ٢۵ جوز ١٤٠٥
دوشنبه – د افغانستان د کورش ملي لوبډلې ورزشکار محمدظاهر سروري د آسیا د کورش اتلولۍ په ۱۵م پړاو سیالیو کې د ۱۰۰ کیلوګرامه وزن په کټه ګورۍ کې د برونزو مډال ترلاسه کړ
سروري د سیالیو په جریان کې د خپلو سیالانو پر وړاندې د ښه لوبغاړتوب او قوي مهارتونو په ښودلو سره وکولای شول د مډال مقام خپل کړي او افغانستان ته په دې سیالیو کې درېیمه برونزي مډال ورزیات کړي
تر دې وړاندې هم د افغانستان د کورش ملي فدراسیون دوو نورو لوبغاړو د هند او تاجکستان د استازو پر وړاندې بریاوې ترلاسه کړې وې او د برونزو مډالونه یې ګټلي وو، چې له امله یې د افغانستان د مډالونو ټول شمېر درېیو ته ورسېد
د آسیا د کورش اتلولۍ ۱۵م پړاو سیالۍ د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې د ۲۸ هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې، چې پکې د لوړې کچې سیالۍ وشوې
د افغانستان د کورش لوبډلې دا لاسته راوړنه د هېواد د رزمي ورزشونو لپاره مهم پرمختګ بلل کېږي او تمه کېږي چې افغان لوبغاړي به په راتلونکو نړیوالو سیالیو کې نورې هم غوره پایلې ترلاسه کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1684
-
اخبار افغانستان
784
-
مقاله
420
-
سیاست
113
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl