news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

سلګونه افغان خبریالان جلاوطنۍ ته اړ شوي، د رسنیو وضعیت لا هم کړکېچن دی

سلګونه افغان خبریالان جلاوطنۍ ته اړ شوي، د رسنیو وضعیت لا هم کړکېچن دی


سلګونه افغان خبریالان جلاوطنۍ ته اړ شوي، د رسنیو وضعیت لا هم کړکېچن دی

بریانیوز- شنبه ۳۰ جوز ١٤٠٥

د بې پولې خبریالانو سازمان  ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې وروسته په افغانستان کې د رسنیو د وضعیت د خرابېدو له امله سلګونه خبریالان اړ شوي چې له هېواده ووځي

د دغه سازمان د راپور له مخې، ټولټال ۶۷۷ افغان خبریالان  د ملاتړ له پروګرامونو څخه په استفادې جلاوطنۍ ته تللي، چې دا د یاد سازمان د مرستندویه قضیو یوه لویه برخه جوړوي او د افغان رسنیز چاپېریال د کړکېچ شدت ښيي

راپور زیاتوي چې په ۲۰۲۲ کال کې ۱۸۳ خبریالان له افغانستانه وتلي وو او یوازې په ۲۰۲۵ کال کې هم ۸۲ نور خبریالان د امنیتي او اقتصادي فشارونو له امله جلاوطنۍ ته اړ شوي دي

 خبرداری ورکړی چې د افغان خبریالانو ستونزې یوازې تر افغانستان پورې محدودې نه دي، بلکې ډېری یې په نورو هېوادونو کې هم له ناڅرګند او ناامن وضعیت سره مخ دي. د راپور له مخې، په پاکستان کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو د پالیسیو له امله لږ تر لږه ۵۰ افغان خبریالان بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي

دغه سازمان همدارنګه ویلي چې اوس هم په افغانستان کې لږ تر لږه ۵ خبریالان د طالبانو په بندخونو کې بندیان دي او نور خبریالان د بند، فشار او یا د خپل مسلک پرېښودو له جدي خطر سره مخ دي

شنونکي وایي چې دا وضعیت د افغانستان د رسنیو د ازادۍ، د معلوماتو د لاسرسي او د خبریالانو د خوندیتوب لپاره جدي ننګونه جوړوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto